کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۸۸۶ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۴۶ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، بلخ، تخار، پکتیا، دایکندي، غزني، بدخشان، بادغیس، لوګر، میدان‌وردګ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۵۸۴ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۸۹ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۴ زره او ۱۳۷ تنو ته ورسېد.          

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۳ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۳۰۱ تنو ته ورسېد.