نېزه بازي

نېزه بازي؛ تاریخي او دودیزه لوبه چې جګړې پیکه کړې

خبریال: امېد اشنا

نېزه بازي د افغانستان تاريخي او دوديزه لوبه ده، چې د هېواد په سويل ختيځ لويه پکـتيا کې ډېر مينه وال او د زرمت ولسوالۍ اوسيدونکي په کې له ځانګـړي نوم او مهارت برخمن دي. 

پخوا نېزه بازي د نوي کال او د کال په نورو ځانګړو ورځو او مېلو کې په جوش او جذبو تر سره کېده، خو اوږدو جګړو د بلې هرې برخې په څېر لوبو او مېلو ته هم سخت زيان واړاوه او له دې امله دا لوبه ډېر وخت ونشوه. 

خو اوس له ډېرو کلونو وروسته ځينې ځوانانو دا تاريخي لوبه بيا راژوندۍ کـړې او د دې لوبې د پاللو او ساتلو په موخه د هـرې جمعې په ورځ په ګـردېز کې نېزه بازي کـوي. 

دوی په نشته امکاناتو او له تيږو ډک او نامناسب ځای کې لوبه کـوي او د يادې تاريخي لوبې د بيا احيا او نړيوال کـولو هيلې پالي. 

د دې ځوانانو له ډلې يو هم نوراحمد دی؛ دی وايي دا لوبه يې په زرمت کې زده کـړې او له څه مودې راهيسې د ګـردېز دويمې حوزې اړوند سيمه کې نېزه بازي کوي، څو خلک له خپلې تاريخي لوبې کـتو خوند واخلي او ور سره اشنا شي. 

نوراحمد وايي نېزه بازي لا هم پخوانی خوند او رنګ نلري؛ ځکه په خبره يې د دې لوبې د تر سره کـولو لپاره يې ځانګـړی ميدان او امکانات په واک نشته. 

ده وويل: «دوه کاله کيږي چې دا لوبه مو شروع کړې ده، نه ميدان لرو، نه کومه بله اسانتيا؛ دا لوبه بيخي ورکه وه، اوس موږ شروع کـړې ده، اوس لپاره موږ ۷ کسان يو؛ چې ځينې دلته ګـردېز کې يو او ځينې له زرمت ولسوالۍ څخه راځي.»

يو بل نېزه باز نثاراحمد هم د اسونو او د لوبې د مناسب ځای نشتوالی د دې لوبې پر وړاندې لويه ستونزه بولي او وايي که د لوبې ښه کـېدو ته کار وشي، نو په کـم وخت کې به زيات مينه وال ولري. 

دی وايي: «اسونه کم دي، وسايل نشته، مخکې به ډېر اسونه و، خو اوس يوازې پنځه يا شپږ اسونه لرو؛ ميدان ډېر نامناسب او له تيږو ډک دی، نن هم د يو اس پښې په تيږو خوږ شوې، اوس منډه نه شی کولی.»

د نېزه بازي يو تنظيموونکی ګل زمان وايي چې د لوبې د اسونو ځانګـړې ساتنه او پالنه کـيږي او ځانګـړي خـواړه ورکـوي کـيږي. 

د ده په خبره نېزه باز بايد مټور او تکـړه ځوان وي، څو اس کابو کـړي او په چټکـتيا په ځمکه کې خښ شوی لرګی واخيستلی شي. 

ګل زمان وويل تر اوسه يې هيچا حال نه دی اخيستی او د سپورت او کلتور له ادارو غواړي چې نيزه بازي ته پام وکـړي او له شته خوار حالته يې راوباسي. 

ده زياته کړه: «ميدان ورته جوړيږي، بيا ميوږي ورته راوړو او سوارکاران راځي، نظام ورته جوړوو؛ دا ډېره ړومبنۍ او افغاني لوبه ده، دا ډېره په زړوتيا کيږي او ډېر جرئت غوړي، هر حيوان ته ختل خو مشکله خبره ده.»

د پکتيا اوسيدونکي د دې لوبې په بيا پيل خوښ دي او وايي چې له يوې خوا خلکـو ته د رخصتي په ورځ د مېلې ښه ځای دی او له بلې خوا دلته راتلونکي تنکي ځوانان او ځوانان له خپلې کلتوري او تاريخي لوبې سره اشنا کيږي. 

دوی ټينګار کـوي، چې اړوندې کلتوري او المپيک ادارې دې د لوبې ښه والي ته پام وکـړي او لازم اسانتياوې دې ورته برابرې کـړي. 

د ګردېز اوسيدونکي عيدمحمد عادل وويل: «دا يې ښه ورځ ټاکلې ده؛ ځکه د جمعې په ورځ ټول رخصت وي، بايد دې لوبې ته پرمختګ ورکـړل شي او ښه شي، چې خلک ورته راشي او خپله پخوانۍ لوبه بېرته احيا شي.»

د نيزه بازي لپاره هوار ميدان، ښه او چټک اسونو او د روزنې او پالنې ځايونه ته اړتيا ده، څو دا لوبه بېرته راژوندۍ او دود شي.