چکډم پروژو لاسلیک

د کابل ولایت کې د ۱۳ چکډم پروژو قرارداددونه لاسلیک شول

اطلاعات روز: د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کابل ولایت دریو ولسوالیو لپاره د ۱۳ چکډم پروژو قراردادونه لاسلیک کړ.

د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې پر خپلې فیسبوکپاڼې یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه قراردادونه نن (سه شنبه، ۲۳ مرغومې) د دې ادارې تخنیکي مرستیال احمد ویس بصیري د کابل والي محمد یعقوب حیدري په شتون کې لاسلیک کړل.

یاده اداره وایي، دغه پروژې د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو پياوړتیا او د سیلابونو مهارولو په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د کابل ولایت په شکردرې، پغمان او استالف ولسوالیو کې پلي کیږي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې ادارې تخنیکي مرستیال دغه پروژې د هېواد اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو پياوړتیا او د سېلابونو کنټرول برخو کې اړینې یادې کړې دي.

ښاغلي بصیري ویلي: «د ابریزو مدیریت، د سیلابونو کنټرول، څارویو او چاپېریال ساتنې ته د اوبو برابرولو په برخه کې د چکډم ساختمانونو جوړول له یو ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په پام کې لري چې د ټول هېواد پر کچه د چکډم پروژې تطبیق کړي.»

خبرپاڼه کې د دې ادارې له خوا د کابل ښار د څکلو اوبو لپاره د یوې ټولیزې طرحې خبر ورکړل شوی دی.

د دې پروژو د لاسلیک مراسمو کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري د اوبو مدیریت او د سېلابونو کنټرول برخو کې د یادو پروژو پلي کول اړین یاد کړي دي.