نیمروز

د بشر حقونو کمېسیون: د نیمروز خاشرود کې پر ولسي وګړو د بمبار څېړنې دې شریکې شي

اطلاعات روز: د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون موندنې ښیي چې د ۱۳۹۹ د مرغومي پر ۲۲ نېټه د نيمروز ولايت خاشرود ولسوالۍ اړوند سيمو کې د ولسي وګړو پر کورونو بمبار شوى.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون نن (سه شنبه، ۲۳ مرغومې) پر ټولنیزو شبکو یوې یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي، چې په دغه پېښه کې چې د ۱۱ ماشومانو او ۳ ښځو په ګډون په کې ۱۸ تنه ولسي وګړي ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

یاد کمېسیون دغه پېښه غندلې او وایي، د ملکي وګړو زيان او مرګ ژوبله په هيڅ صورت د منلو نه ده.

دغه کمېسیون لیکلي: « کميسيون دا او ورته پېښې په کلکه غندي، د قربانيانو له کورنيو سره خپله ژوره خواخوږي ښيي، له اړوندو ارګانونو د دا ډول بوږنوونکو پېښو د بيا نه پېښېدو ډاډ ترلاسه کول غواړي.»

ولسمشر محمد اشرف غني هم د دې پېښې د څېړنې او پلټنې حکم کړی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم غوښتي چې د دې څېړنو پایلې له خلکو او د قربانیانو له کورنۍ سره شریکې او قربانیان ته د اووښتي تاوان بدله ورکړي.