استناف محکمې کارکوونکی

د ننګرهار استناف محکمې یو کارکوونکی په ډزو ووژل شو

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، جلال اباد ښار کې د دې ولایت د استناف محکمې یو کارکوونکی د وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (چهارشنبه، ۲۴ مرغومې)  اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، نن سهار ۸ بجې او دیریش دقیقې د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې وسله والو کسانو د محکمې پر دوو کارکوونکو برید وکړ.

د ښاغلي امرخېل په وینا، په دې برید کې د محکمې اداري مدیر «عبدالقیوم» وژل شوی او بل کارکوونکی «تحسین الله» ټپي شوی دی.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.