لوړ ولور

لوړ ولور؛ ټولنیزه ستونزه چې ځینې له واده پاتې کوي او ډیری ورته کډوالیږي

د پکتيکا ولايت ځينو سيمو کې د قومي تړونونو په مټ کم ولور ټاکل شوی

خبریال: امېد اشنا

لوړ ولور د نورو تر څنګ هغه ټولنيزه ــ کلتوري ستونزه ده چې ځوانان يې له ګنو ستونزو سره مخ او ډېرو مواردو کې هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.

د هېواد د ځينو نورو سيمو په څېر د سوېل ختيځ زون په ولايتونو کې لا هم د ولور کچه خورا لوړه ده، چې له امله يې ډېری ځوانان پېغلې او هلکان په خپل وخت واده نشي کولی.

په دې وروستيو کې په پکتيکا ولايت کې د لوړ ولور د راکمولو لپاره هڅې پيل شوې، چې په لړ کې يې د اصلاحي قومي تړونونو له لارې په ځينو سيمو کې د ولور لپاره مناسبه اندازه ټاکل شوې، خو د دې ولايت په ډېری سيمو کې لا هم د انجلۍ د واده کولو په بدل کې د هلک له کورنۍ څخه لکونه افغانۍ اخيستل کيږي.

که څه هم د ټيټ ولور ټاکل شويو سيمو اوسېدونکي پر ياده پرېکړه خوښ دي، خو د تړون د کلک پلې کېدو او نورو سيمو ته يې پر غځولو ټينګار کوي.

دمګړۍ په دې ولايت کې د ولور منځنۍ کچه شاوخوا ۷ لکه افغانۍ ده، چې د واده له نورو لګښتونو سره يو ميليون افغانيو ته رسیږي.

قومي مشر حاجي غازي وايي چې د قومي مشرانو د تړون په مټ په مرکز ښرنه، يوسف خېلو او سرروضه ولسواليو کې د ولور اندازه ۲۵۰ زره افغانۍ ټاکل شوې ده.

غازي وويل چې ياده پرېکړه يې د ټولنيزو ستونزو راکمېدو او د لوړ ولور پوره کولو لپاره له ورپېښېدونکو ګواښونو څخه د ځوانانو ژغورلو لپاره کړې ده.

نوموړي زياته کړه:«په دې وطن کې مشکلات ډېر زيات دي، ځوانان مو له ډېرو مشکلاتو کړيږي او قرباني کيږي. مهمه دا ده کوم مشکلات چې موږ کولی شو بايد حل يې کړو.»

مدني فعال جمیل جلال وايي چې د لوړ ولور له امله ځوانان سختو چارو ته اړ کيږي او ډېری يې هڅه کوي چې په قانوني او قاچاقي لارو له هېواد څخه بهر ولاړ شي او د ولور پيسې پوره کړي.

جلال له دولت څخه هم غواړي چې په دې مسله کې ښکېل شي او د شويو تړونونو په پلې کولو او نورو سيمو ته په غځولو کې همکاري وکړي.

هغه ټينګار کوي چې د ولور د لوړې کچې په ټيټېډو سره د کورني تاوتريخوالي کچه هم تر ډېره راکمېدلی شي.

جميل وويل:«له دې سره کورنيو ته خوشالي راځي، د هلک او جینۍ ژوند به خوشاله وي، په کور کې د جنګ، جګړو مخه ونيول شي، حتی له کوره د انجونو او هلکانو د تېښتې مخنيوی به وشي.»

د سروبي ولسوالي اوسېدونکی عبدالله وايي چې په دې ولسوالي کې د ولور اندازه د واده د نورو لګښتونو سره له ميليون افغانۍ اوړي او ډېرې کورنۍ له دې امله زامنو ته پر وخت ودونه نشي کولی.

نوموړي زياته کړه:«يا به په قاچاقي لارو نورو ملکونو ته ځي، هغه هم معلومه نده چې روغ رسيږي او کار کولی شي او که نه او يا که ځمکه ولري، له مجبوري به ځمکه خرڅوي او د خواري او غریبي ژوند به تېروي.»

ديني عالم مولوي خيال ګل هم د ولور لوړه اندازه له اسلامي اساساتو سره په ټکر کې بولي او وايي چې په مناسب عمر کې د ځوانانو د نکاح نه کولو له امله ټولنيزې او اخلاقي ستونزې هم زیاتيږي.

نوموړي اطلاعات روز ته وويل: «جګ ولور قبيحو عملونو ته لاره هواروي، شايد يو څوک د دې لپاره غلا وکړي، لار وشکوي او يا په نشو روږدی شي. سرور کاينات “ص” فرمايي چې هلک يا انجلۍ بلوغ ته ورسيږي، که نکاح يې ونکړي، په هره ګناه يې کې والدين شريک دي.»

د پکتيکا ولايت مقام هم دا ستونزه لويه بولي او وايي چې د حل لپاره يې له قومي مشرانو او خلکو سره دوامدارې خبرې کړې دي.

پر انجونو د لوړ ولور اخيستو سربېره د واده پر مهال د ژوند د شریک په اړه د هغوی خوښه هم په نظر کې نه نيول کيږي او ځينې مهال يې د پلار د کور لخوا د زياتو پيسو اخيستو کېدو پر مهال ور سره توند چلند هم کيږي.