پکتیا

د ښار جوړولو رياست: ګردېز ښار لا هم ماسټر پلان نه لري

خبریال: امېد اشنا

د پکتيا ولايت د کور او ښار جوړولو رياست وايي چې ګردېز ښار لا هم ماسټر پلان نلري او دوی تر دمه د شاوخوا څلور لسيزو پخواني پلان پر اساس کار کړی، چې د اوسمهال ټولو غوښتنو ته ځواب نشي ويلی.

دوی د ګردېز ښار د ماسټر پلان د شتون او عملي کولو په اړه د ځينو چارواکو څرګندونې بې بنسټه بولي او وايي د ياد مهم ښار لپاره د ماسټر پلان نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ياد رياست مشر محمدرحيم افغان له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې په پخواني پلان کې يوازې ځينو کوچنيو سړکونو ته پام شوی او اوسمهال يوازې د دوه  ښاري سړکونو په جوړېدو هغه پلان کابو سل سلنه بشپړيږي او دوی د نور کار لپاره نقشه نه لري.

افغان وايي: «د ښاري منظم ماسټر پلان د ترتيب په برخه کې مو پيشنهادونه کړي، په دې برخه کې د وزارت مقام لخوا په ځينو برخو کې کار شوی، خو تکميل شوی ندی او کافي ندی. پکتيا ولايت د ښاري وضعيت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. له وزارت مقام او رياست جمهوري څخه په دې برخه کې خاص توجه غواړو.»

محمدرحيم افغان وايي چې د ځمکو او ښار جوړولو ادارو د ادغام او تشکيل مسله لا هم نده حل شوې او تر هغه وخته نوې ګمارنې هم ځنډول شوې، چې په خبره يې په ګردېز ښار کې د ځمکو پر سر د حقوقي دعوو سربېره د چارو بل لوی خنډ دی.

ده وويل: «د ۱۳۹۹ کال کې د وزارت د همکاري پر اساس د لويې او تجارتي څمکني ولسوالي، ځاځي اريوب، ډنډپټان او سيدکرم ولسواليو پلانونه زموږ په کاري پلان کې شامل دي، چې خوشبختانه د دوه ولسواليو ټوپوګرافي سروې تر دې مهاله تکميل شوې ده.»

د پکتيا د کور او ښار جوړولو رئيس وويل چې د تشکيل او تخنيکي وسايلو له جدي کموالي سره مخ دي او له اړوند وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي چې د ګردېز ښاري ماسټر پلان په جوړولو ته جدي پام وکړي.

نوموړي زياته کړه: «له وزارت قدرمن مقام څخه د نقليه وسايطو، تخنيکي وسايلو او تشکيل د تکمېلېدو په برخه کې خاص او جدي غوښتنه لرو، چې د دې ادارې ستونزه حل شي او خدمت وکولی شو.»

د پکتيا ولايتي شورا پر ښار جوړولو وزارت نيوکه کوي چې له ژمنو سربېره يې د څو کلونو په تېرېدو لا د ګردېز ښاري ماسټر پلان ندی بشپړ کړی.

د يادې شورا غړی ممتاز کرخېل وويل چې تر اوسه له پکتيا سره د ولسمشر او وزيرانو يوه لويه ژمنه هم نده پلې شوې، چې په خبره يې د دې ولايت اوسيدونکي يې له مرکزي حکومت څخه خورا خواشيني کړي دي.

کرخېل وايي: «اوس بايد د ماسټر پلان د تطبيق کارونه په چټکۍ روان وای، مهم کارونه يې پيل شوي وای، خو په داسې حال کې چې ټولو چارواکو په هره غوڼده کې ويلي چې د ګردېز ماسټر پلان به تطبيق شي، نن خبريږو چې اصلا ماسټر پلان شته نه، دا ډېره د شرم او خواشیني خبره ده.»

د پکتيا ولايت مقام وايي چې په دې اړه يې له اړوند وزارت سره خبرې کړې او هغوی د ګردېز لپاره د يو جامع تفصيلي پلان جوړولو ډاډ ورکړی، خو تر اوسه په دې اړه د عملي اقدام څرک نه لګيږي.

د ګردېز ښار ماسټر پلان بشپړول او تطبيق د ولسمشر له ژمنو يوه هغه ده چې کلونه وړاندې يې په ګردېز کې د پکتيا له اوسېدونکو سره کړې وه، خو تر دمه يې لومړنۍ چارې هم ندي تر سره شوې.