چاڼیز عملیات

ننګرهار کې ۳۱ طالبان وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (دوشنبه، ۲۹ مرغومي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له تیرو څو ورځو راهیسې افغان ګډو ځواکونو په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د ښاغلي امرخېل په وینا، د دغو عملیاتو پر مهال د تیرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو مهم قومندان مولوي یاسر په ګډون ۳۱ وسله وال وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

ضیاالحق امرخیل وایي، د یادو عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو یو شمیر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

امرخیل زیاتوي: «په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۵۹ وسله وال طالبان وژل شوي چې په کې د یاسر په نوم د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان هم شامل دی.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.