کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ پرې اخته او درې تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۸۴۹ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۷۹ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، پکتیا، بغلان، نیمروز، بدخشان، لوګر، لغمان، کونړ، پنجشیر، خوست، زابل او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۱۴۱ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۵۴۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۶ زره او ۴۱۱ تنو ته ورسېد.          

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۳ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۳۴۶ تنو ته ورسېد.