لغمان کې د ګلپیو حاصلات له ۲۲ زره ټنو ډېر شوي

اطلاعات روز: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په لغمان ولایت کې د ګلپیو حاصلاتو سږنی حاصلات له ۲۲ زره ټنو زیات شوي دي.

دغه وزارت په خپلې فېسبوکپاڼې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې سږ کال د دې ولایت په یو زر او ۲۵ هکټاره ځمکه ګلپي کرل شوي و، چې حاصلات یې ۲۲ زره او ۵۵۰ مټریک ټنه ته رسېدلي دي.

د خبرپاڼه په له مخې، د لغمان ولایت د کرنې رییس محمد جمیل خوشحال ویلي، چې په اوسط ډوله په هر جریب ځمکه د ګلپیو درې زره او ۵۰۰ بوټي کرل کیږي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګلپي هر ګل له ۲۰ تر ۵۰ افغانیو په بیې پلورل کیږي.