پکتیکا کې ښارګوټی

د پکتیکا د مامورینو ښارګوټي نامالوم برخلیک؛ د ۱۰ کلونو په تېرېدو يې ۱۰ سلنه کار هم نه دی شوی

خبریال: امېد اشنا

شاوخوا لس کاله وړاندې د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د مامورينو ښارګوټي جوړېدو د چارو پرانيسته وشوه، خو له هغه راهيسې په ياد ښارګوټي کې پرمختيايي کار نه دی شوی.

ځايي اوسېدونکي او مامورين د دې ښارګوټي د چارو پر نه کېدو نيوکه کوي او د ځينو کسانو لخوا د نمرو او مارکېټونو لپاره ښاروالي ته په تحويل شويو پيسو کې د فساد ادعا کوي.

د ښرنې اوسېدونکی عمران کټوازی وايي چې د شاوخوا لس کلونو په تېرېدو په ياد ښارګوټي کې يوازې د ګوتو په شمېر نمرې جوړې شوې او يا ځينې کسانو له خپلو نمرو د سنګ کاري دېوالونه چاپېر کړی دی.

کټوازی وايي چې خلک په دې سيمه کې د ساختماني چارو تر سره کولو ته لېوال دي، خو د دولت لخوا ورته د اړينو خدمتونو نه تر سره کېدو اندېښنې زړه نازړه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: «زه شاهد يم چې له کلونو دا ځای په خپل حال پاتې او هېڅ کار ندی پکې شوی. ۴۰، ۵۰ نمرې به خلکو خپله جوړې کړې وي، نور څه نشته. د دې ښارګوټي په کارونو کې ميلیونونه افغانۍ اېستل شوې او ورکې شوې دي، دولت بايد هغه کسان مجازات کړي.»

يو دولتي کارکوونکی عبدالله وايي چې د ګڼو نورو کسانو سربېره ده هم د نمرې تر لاسه کولو لپاره ښاروالي ته ټاکل شوې اندازه پيسې ورکړې، خو په بدل کې يې ورته څه ندي ورکړل شوي.

نوموړي وويل چې ښاروالي رياست دې د ښارګوټي لپاره د خلکو لخوا د ورکړل شويو او نورو پيسو په مټ په ښارګوټي کې د سړکونو، ویالو او ځينو نورو اړينو برخو کارونه پيل کړي، تر څو خلک د خپلو استوګنيزو نمرو او سوداګريزو مرکزونو جوړولو ته زړه ښه کړي.

عبدالله وايي: «دا ډېره د شرم خبره ده چې په لس کلونو کې د افتتاح شوي ښارګوټي کارونه نه کيږي. دا زموږ د دولت لپاره هم د ضعف ځای دی او خاصتا د مسولو چارواکو د ناغېړۍ ښودنه کوي.»

د يوې بلې دولتي ادارې کارکوونکی خان محمد وايي چې که اړوندې ادارې د دې ښارګوټي چارې پيل کړي، يوه لويه برخه کارونه به خپله خلک پکې تر سره کړي.

محمد اطلاعات روز ته وويل چې د دې ښارګوټي له جوړېدو سره ښاري ژوند پراختیا پیدا کوي، د نورو ولایتونو مامورینو او اوسېدونکو ته اسانتیاوې برابریږي او د ښار بڼه ورسره بدلیږي.

هغه وايي: «دې ښارګوټي ته هېڅ پاملرنه نده شوې. د دې کارونه چې په ۱۰ يا ۱۱ کلونو کې ۱۰ فيصده ونشول، نو مطلب دا دی چې شايد شل او دېرش کلونو ته وغځيږي او اوسني مامورين به تقاعد شوي وي. موږ په دې واقعا خواشيني يو په ډېر تاکيد غوښتنه کوو چې دې ښارګوټي ته دې جدي پام وشي.»

مدني فعال نعمت الله شرنوال په منظم ډول د دې ښارګوټي د چارو پيل د اړوندو ولايتي او مرکزي ادارو مسووليت بولي او وايي چې که په دې چاره کې خصوصي سکتور ور ګډ کړل شي، په خبره يې د ښارګوټي کارونه به ژر او ښه وشي.

شرنوال وويل چې ښرنه زیاته او هواره اراضي لري او له دې اړخه نه يوازې د دې بلکې، نورو ښو ښارګوټو جوړېدو لپاره پکې اسانتياوې شته.

نوموړي زياته کړه: «خصوصي سکتور بايد ورته راګډ شي او کار ته وهڅول شي. ځمکه ډېره او پراخه ده او هر ډول کارونه پکې کېدلی شي. ډېره مهمه خبره دا ده چې پکتيکا وروسته پاتې ده او د داسې چارو په مرسته پرمختګ کولی شي.»

د ښرنې ښاروال انجينير عبدالکريم کټوازی د ياد ښارګوټي د چارو نه کېدو لامل د وخت د مسوولينو لخوا د ښارګوټي په چارو کې ناغيړي او فساد بولي.

کټوازی وايي چې هڅه کوي په ښارګوټي کې تر وسه ځينې چارې پيل کړي، خو په خبره يې د بوديجې او امکاناتو کموالی په دې برخه کې لوی خنډ دی.

نوموړي وويل: «خلکو ته د خدماتو اجرا کېدل د هغوی حق دی. خدمات به اجرا کیږي، خو متاسفانه هغه وخت چې شهرک توزېع کېده باید اساسي خدمات شوي وای. خلک دې خپله قضاوت وکړي چې د دومره زياتو نمرو څومره روپۍ کیږي، خو په ښارګوټي کې د ۱۰ لکه افغانيو خدمات هم ندي اجرا شوي.»

د پکتیکا د مامورینو ياد ښارګوټی په نقشه کې ۱۱۰۰ د استوګنې نمرې او ګڼ سوداګريز مارکیټونه لري.

پکتيکا د ګڼو نورو برخو سربېره په پرمختيایي چارو کې هم وروسته پاتې ولايت ګڼل کيږي، چې يو لوی لامل يې د وسله والو طالبانو لخوا ډېر کلونه د ورغځېدلو لويو لارو تړلي پاتې کېدل دي.

اوسمهال دې ولايت ته له پکتيا څخه ورغځېدلې لويه لاره امن ده او اوسېدونکي وايي چې خپل حقونه دې ورکړل شي او د خلکو د ژوند ښه کېدو لپاره دې ورته بېلابېلې پروژې پلې شي.