بې پېلوټه

ننګرهار کې هوایي برید د طالبانو دوو قوماندانانو په ګډون ۱۷ وسله وال وژلي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې هوایي برید د وسله والو طالبانو د دوو قومندانانو په ګډون ۱۷ وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (چهارشنبه،۱ سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه بې پیلوته الوتکې په سپین غر، مومندرې او سره رود ولسوالیو کې هوایي بریدونه کړي دي.

د ښاغلي امرخېل په وینا، په دې بریدونو کې د وسله والو طالبانو د دوو مهمو قومندانانو عبدالزاده مشهور په سنګري او برج په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې له منځه تللي دي.

امرخېل زیاتوي: «تیره شپه د هوایي برید پرمهال چې بې پیلوټه الوتکې کړې د وسله والو طالبانو دوو مهمو قومندانانو په ګډون۱۷ وسله وال وژل شوي دي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.