پکتیا

د ناروېژن کمېټې مشر: سوېل ختيځ زون کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوو

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ناروېژڼ کمېټه وايي چې په سوېل ختيځ زون کې لا هم طبي، تعليمي او کرنيزو برخو کې زيات کار ته اړتيا شته او دوی به خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ناروېژن کمېتې مشر تيرج مګنيزون واټرډال دا خبرې د ياد ادارې د دوه کلنو طبي زده کړو له انسټيټيوټ څخه د پکتيا، خوست، پکتيکا او غزني ولايتونو د ۵۹ تنه محصلينو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

واټرډال وويل چې اوسمهال دوی يوازې په طبي برخه کې زده وکړې ورکوي او په پام کې لري چې خپله د فعاليت ساحه پراخه کړي.

نوموړي زياته کړه چې ذپه دې سيمه کې په طبي برخه کې مسلکي کار ته ډېره اړتيا ده او په خبره يې په خواشيني سره چې په پکتيا کې په دې او اړوندو برخو کې د فعالو موسـساتو او انجيوګانو شمېر ډېر کم دی.

تيرج مګنيزون واټرډال اطلاعات روز ته وويل چې د راتلونکو دورو د محصلينو د جذب لپاره يې سره له اوسه په چمتووالي بوخت دي او هڅه يې دا ده چې له دې لارې زياتې سيمې تر پوښـښ لاندې راولي.

نوموړی وايي: «نن زموږ او تاسو ټولو لپاره لويه او ښه ورځ ده، دا ځوانان چې نن فارغ شول، دوی به خپلو خلکو او هېواد ته کار کوي. دا وطن دې ځوانانو ته اړتيا لري او موږ به خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړو او په ځينو نورو برخو کې به هم فعاليتونه پيل کړو.»

تيرج مګنيزون واټرډال اطلاعات روز ته وويل چې د راتلونکو دورو د محصلينو د جذب لپاره يې سره له اوسه په چمتووالي بوخت دي.

د يادو ولايتونو روغتيايي مسولين او اوسېدونکي د دې کسانو په فراغت خوښ دي او وايي چې د دې مسلکي کسانو په مټ په طبي برخه کې يوه اندازه تشه ډکه شي.

د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزي وويل چې په پکتيا او شاوخوا ولايتونو کې لا هم د مسلکي روغتيايي کارکوونکو، په تېره د ښځينه روغتياپالو د کموالي ستونزه شته.

احمدزی که څه هم په دې دوره کې د انجونو شمېر يوازې پنځه تنه دی، خو هڅه دا ده چې په راتلونکي کې دا شمېر زیات شي.

نوموړي زياته کړه چې لا هم په دې او شاوخوا ولايتونو کې د ښځينه ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو ستونزه زياته ده او له دا ډول معياري بنسټونو د مسلکي کسانو له فراغت سره به راکمه شي.

ولايت خان احمدزی وايي: «د MD ډاکټرانو کمبود په ټول افغانستان کې شتّ. د ځينو نورو ښځينه روغتيايي کارکوونکو کمبود هم شته، خو د پخوا په نسبت اوس پکتيا کې حالت ښه شوی او نور هم د ښه کېدو په لور روان دی. د غير مسلکي کسانو ګمارل هم بند شوي يوازې هغه کسان کار کولی شي چې سند ونلري او دولتي امتحان کې پاس شوی وي.»

د دې طبي انسټيټيوټ له لابراتوار برخې څخه فارغه شوې مقدسه وايي له يادې برخې سره يې مينه لرله او په ټولنه کې د اړتيا پر اساس په طبي برخه کې زده کړې وکړې.

د څمکنيو ولسوالي اوسېدونکې مقدسې وويل چې تر فراغت وروسته به په خپله سيمه کې د مېرمنو د خدمت لپاره فعاليت وکړي.

هغه وايي: «دا زما هيله وه او نن ډېره خوشاله يم چې هغې ورځې ته رارسېدلې يم. زموږ په ټولنه او لرې سيمو کې د کلينکونو او هسپتالونو کموالی هم دی او د تکړه طبي کارمندانو هم. زه د ټولنې او کورنۍ له مشرانو غواړم چې خپلو خوېندو لورګانو ته د خدمت چانسونه ورکړي او مرسته ور سره وکړي.»

د پکتيکا ولايت برمل ولسوالي اوسېدونکی عبدالله وطندوست وايي، چې له لابراتور برخې څخه فارغ شوی، وايي چې د دوی په ولايت کې په روغتيايي برخې ستونزې خورا زياتې دي او له مسولينو يې د حل لپاره د زياتې پاملرنې غوښتنه کوي.

وطندوست وويل چې د روغتيايي مرکزونو او مسلکي کارکوونکو د کموالي له امله د ناروغانو سمه درملنه نه کيږي.

نوموړي زياته کړه: «مشکلات به ټولو ځايونو کې وي، خو پکتيکا کې مشکلات په هره برخه کې بيخي زيات دي؛ خاصتا په طبي برخه کې چې د انسانانو د ژوند لپاره ډېر ارزښت لري. زه له ناروېژن ډېره مننه کوم او د دوی په ګډون له ټولو مسولينو غواړم چې زموږ ولايت ته ډېره توجه وکړي.»

دا د سوېل ختيځ زون لپاره په ګردېز کې د يادې ادارې د فعاليت د پیل لومړۍ دوره فارغان دي.