ننګرهار هوایي ډګر

د ننګرهار له هوایي ډ‌ګره به روانه میاشت ملکي الوتنې پیل شي

اطلاعات روز: د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (چهار شنبه، ۱ سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د یوې میاشتې په موده کې به د ننګرهار له هوايي ډګر څخه په ملي او نړیواله کچه الوتنې پیل شي.

امرخېل هیله مندي وښوده چې په دې سره به نه یوازې د دې ولایت په عوایدو کې زیاتوالی راشي، بلکې له دې لارې تلونکو مسافرو ته به هم ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

امرخیل زیاتوي: «انشاالله چې د یوې میاشتې په موده کې به د دې ولایت له هوایي ډګره ملکي الوتنې پیل شي او په دې سره به خلکو ته سهولت هم برابر شي.»

له دې وړاندې د ننګرهار له هوایي ډګر څخه افغان او بهرنیو نظامي ځواکونو استفاده کوله، چې له امله به یې خلک اړ و له کابل نورو ولایتونو او هیوادونو ته هوایي سفر وکړي.