افغانستان او ایرلنډ

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبلړۍ؛ پچه افغانستان ګټلې او توپوهنه کوي

اطلاعات روز: د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ نن (پنج شنبه، ۲ سلواغې) پیل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه کړې.

دا له اوږد ځنډ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سیالي ده چې د کرکټ بورډ په وینا، د دې لوبلړۍ دوه نورې سیالۍ به د همدې میلادي میاشتې په ۲۴مه او ۲۶مه وشي.

د افغانستان لوبډله کې رحمن الله ګربز، جاوید احمدي، اضغر افغان، نجیب الله ځدران، محمد نبي، ګلبدین نایب، رحمت شاه، عظمت الله، راشد خان، نوین الحق او مجیب الرحمن ګډون لري.

بورډ وایي، افغان او ايرلنډ لوبډلو تر دې مهاله د نړيوالو يو ورځنيو سياليو په مسير کې د يو بل پر وړاندې ورته او مساوي مزل کړی او هرې لوبډلې ۱۳ لوبې ګټلې دي. پر همدې بنسټ نننۍ لوبه به د ياد مزل د توپير برخليک وټاکي.

دا لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې کیږي.