کرکټ

افغانستان ایرلنډ ته په ۱۶منډو ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ایرلنډ ته د یو ورځنیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې په ۱۶ منډو ماتې ورکړه.

دا د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه وه، چې افغانستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۸ منډې هدف ورکړ.

رحمن الله ګربز چې په ملي لوبډله کې یې دا د ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه وه، په ۱۲۷ توپونو ۱۲۷ تر ټولو ډېرې منډې وکړې. دا د افغانستان د کرکټ تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو سیالیو کې په لومړۍ لوبه کې سلیزه کوي.

تر ده وروسته ډېرې په ۳۰ توپونو ۵۵ منډې راشدخان او له ده وروسته بیا ډېرې ۳۸ منډې جاوېد احمدي وکړې. په مقابل کې د ایرلنډ لوبډلې توپ اچوونکي مک براین ډېر لوبغاړي وسوزول. نوموړي په لسو اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

په دویمه پاڼۍ کې ایرلنډ کرکټ لوبډلې د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو سره و نه توانېد چې دغه هدف پوره کړي. دې لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۲۷۱ منډه وکړې.

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوې ورځنۍ لوبلړۍ دویمه سیالي به د همدې میلادي میاشتې په ۲۴مه او ۲۶مه وشي.

دا لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې کیږي.