اطلاعات روز: د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۲سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن له غرمې وروسته د خوږیاڼو ولسوالۍ په خوازه خیلو سیمه کې د افغان ځواکونو په یو هوایي برید کې د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان تراب وژل شوی دی.
خوږیاڼی وایي، د وسله والو طالبانو وژل شوي قومندان په خوږیاڼو او یو شمیر نورو سیمو کې د دولت ضد فعالیتونه کول.
خوږیاڼی زیاتوي: «نن له غرمې وروسته د خوږیانو په ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو مهم غړی تراب وژل شوی.»
چارواکي داسې مهال په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یو مهم قومندان د وژل کیدو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په خوږیاڼو او یو شمیر نورو سیمو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونو خلک اندیښمن کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.