کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ تنه پرې اخته او پنځه نور مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۸۸۲ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۳۶ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، تخار، پکتیا، پروان، نیمروز، غزني، هلمند، خوست او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۵۹۵ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۳۱ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۶ زره او ۹۴۳ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته پنځه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۳۷۸ تنو ته ورسېد.