طالبان

ملي امنیت لغمان کې څلور هغه طالبان چې تازه له بندخونو ازاد شوي نیولي

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي چارواکي وایي، ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې څلور هغه طالبان چې تازه د حکومت له زندانونو ازاد شوي، نیولي دي.

د لغمان والي رحمت الله یارمل نن (شنبه، ۴ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه تازه ازاد شوي طالبان د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال نیولي دي.

هغه وایي، همداراز په تیره اوونۍ کې پنځه وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د والي په خبره پنځه تنه نور د بیلابیلو جرمونو په تور امنیتي ځواکونو نیولي دي.

یارمل زیاتوي: «د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو پرمهال په تیره یوه اوونۍ کې ۴ وسله وال طالبان نیول شوي چې تازه له بنده ازاد شوي وو او همداراز ۵ نور له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.