ننګرهار

ننګرهار کې د طالبانو د حج او اوقافو مسوول وژل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو د حج او اوقافو مسوول د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (شنبه، ۴ سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره ورځ ناوخته پچیراګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د حج او اوقافو مسوول چې ویل کیږي د پچیر ملا صیب زوی دی له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

فریدخان وایي، له وژل شوي کس یې یو موټر سایکل، یو کلاشنکوف، مخابره او ګڼ نور اسناد ترلاسه کړي دي.

فرید خان زیاتوي: «تیره ورځ ناوخته پچیراګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان د حج او اوقافو مسوول له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو چې له نوموړي وسله او نور مهمات هم ترلاسه شوي.»

د یو بل خبر له مخې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د جلب او جذب یو غړی وژلی دی.

تراوسه نه داعش او نه وسله والو طالبانو په دې اړه څه ویلي.