کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې اته تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۵۹۳ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۷۷ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، تخار، پکتیا، بغلان، بدخشان، هلمند، لغمان، کونړ، فاریاب، جوزجان، ارزګان او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۶۷۲ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۳۵۵ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۷ زره او ۲۹۸ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته اته ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۳۸۶ تنو ته ورسېد.