ننګرهار

ننګرهار کې د ۱۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بیلابیلې پروژې بشپړې شوې

اطلاعات روز: د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، په دې پروژو کې په نهو ولسوالیو کې ۱۹۲ شنې خونې او په ۱۷ ولسوالیو کې د اوبو لګولو پروژې شاملې دي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د یادو شنو خونو او د اوبو رسونې پر سربندونو شاوخوا ۱۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې، بودیجه د افغان حکومت او مرستندویه موسساتو له لوري ورکړل شوې ده.

احدي هیله وښوده چې د یادو پروژو په فعالیت سره به نه یوازې ګڼ شمیر خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي بلکې تر ډیره به ورسره کورني تولیدات هم زیات شي. احدي زیاته کړه: «یادې شنې خونې چې ۱۹۲ کیږي د ننګرهار په نهه ولسوالیو کې بشپړې شوې او تمه لرو چې په دې سره د کرنې په برخه کې شته ستونزې تر ډيره حل شي.»

چارواکو دې ولایت د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسونې د سربندونو او کانالونو د بشپړو شویو پروژو پرانیسته هم وکړه چې په ۱۷ ولسوالیو کې تکمیل شوي دي. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل په وینا، چې د یادو پروژو په تطبیق سره به شاوخوا دوه نیم زره هکتاره ځمکه خروبه شي.

امرخیل زیاته کړه: «کومې پروژې چې د اوبو رسونې په برخه کې دي د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت دي او دا پروژې په ۱۷ ولسوالیو کې دي چې زرګونه جریبه ځمکه به خروبه کړي.»

په همدې حال کې ولسي استازي هم د یادو پروژو له بشپړیدو خوښ دي خو له حکومت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د نورو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي. د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له حکومت وغوښتل چې د دا ډول پروژو په تطبیق کې متوازن انکشاف په پام کې ونیسي. مراد زیاتوي: «مونږ د دې پروژو له بشپړیدو خوښ یو خو غوښتنه کوو چې نورې پروژې هم باید دلته پلې شي، ځکه خلک اړتیا لري او ضرورت ورته ډیر دی.»

چارواکي داسې مهال په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ګڼې پروژې پرانیزي چې د دې ولایت د لرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي پر ولایتي چارواکو نیوکه کوي چې په ټولو ولسوالیو کې یې متوازن انکشاف ته پام نه دی کړی.