لوګر

شميم خان کټوازی: د لوګر امنيت مهم دی او بايد تامين شي

اطلاعات روز: د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي د ولسمشر محمداشرف غني په لارښوونه د امنيتي حالت ارزولو لپاره لوګر ولايت ته سفر وکړ او د دې ولايت له مسولينو سره يې وليدل.

کټوازي د دې ولايت د امنيتي حالت په اړه په ځانګړې امنيتي ناسته کې ګډون وکړ او د اړوندو لايتي مسولينو خبرې، ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل.

په غونډه کې د لوګر والي، د ولايتي شورا رييس، د ملي پوځ د څلورمې پلې لوا قومندان، د ملي امنيت رييس، د ۳۳۳ ځانګړې قطعې قومندان او ځينو نورو مسولينو ګډون درلود.

د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي، چې تېره اونۍ ټاکل شوی، د لوګر د عمومي امنيتي حالت او له دې ولايت څخه له پلازمېنې سره د څلور ولايتونو نښلوونکې لويې لارې د امنيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د امنيتي حالت د لا ډاډ په خاطر يې هڅې ګړندۍ کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ امنيتي ځواکونه هر يو اتل او واقعي مجاهد دی، دوی د خلکو او دولت په کلک ملاتړ کرغېړن دښمن ته سختې ماتې ورکړې او د خلکو د ساتنې لپاره به زموږ دوامداره کوشـشونه روان وي. موږ که ځينې خنډونه لرو، نو د ولس همکاري او فرصتونه هم شته.»

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي وويل چې دولت د مسول په توګه د خلکو په غوښتنه د سولې لپاره ټول لازم ګامونه اخيستې او لا هم په دې برخه کې پوره هڅې روانې دي.

کټوازي وويل چې سوله د دولت لومړيتوب دی، خو جګړې ته هم پوره چمتووالی شته.

نوموړي زياته کړه، چې د لوګر ولايت د امنيتي حالت ښه کېدو په اړه يې مسولينو ته لازمې لارښوونې کړې او د هغوی ځينې اړتياوې او وړانديزونه به له مسولو لوړ پوړو چارواکو سره شريک کړي.

شميم خان کټوازی وايي: «د لوګر ولايت امنيت موږ ته مهم دی او بايد په تامينېدو کې يې پوره هڅه وشي. امنيتي ځواکونه پياوړي دي او د دښمن هر ډول بريدونو ته ځواب ويلی شي.»

لوګر ولايت شپږ ولسوالۍ لري، چې ډېری سيمې يې ناامنه او د ځينو ولسواليو يوازې د ولسوالي ودانۍ او شاوخوا ځايونه د امنيتي ځواکونو په لاس کې او پاتې سيمې د وسله والو طالبانو تر ولکې يا سخت نفوذ لاندې دي.

ياد ولايت له ننګرهار، پکتيا، پکتيکا، غزني او ميدان وردک ولايتونو سره پولې لري، چې ډېر وخت ورته وسله وال طالبان د ډېورنډ فرضي کرښې څخه د ارزې ولسوالي له لارې له پکتيا او يا د ننګرهار دحصارک ولسوالي له لارې راځي.

همدارنګه د پکتيا له زرمت او له ميدان وردک ولايتونو څخه هم وسله وال طالبان ورته تګ، راتګ کوي.

په سوېل ختيځ زون کې د پکتيا زرمت ولسوالي د وسله والو طالبان د فعاليت مهم او مرکزي سيمه ګڼل کيږي او ګمان دا دی چې د يادې ولسوالي امن کېدل به د شاوخوا ولايتونو پر امنيتي حالت  څرګند مثبت اغېز وکړي.

په لوګر ولايت کې پرمختيايي چارو نه تر سره کېدو يوه لوی لامل هم ناامني بلل کيږي.

له پلازمېنې کابل څخه د سوېل ختيځ زون د پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو لويه لاره هم له دې ولايت څخه تيریږي، چې ډېر وخت پرې د وسله والو طالبانو لخوا د امنيتي ځواکونو موټرونه يا مطلوب کسان په نښه کيږي.

تېره ورځ هم پر دې لويه لار د وسله والو طالبانو په بريد کې د ملي پوځ درې تنه سرتېرو ته مرګ، ژوبله واوښته او وړمه ورځ پرې د يادې ډلې د جنګياليو لخوا د تېلو يو ټانکر ويشتل شوی او په بشپړه توګه سوځېدلی و.