ننګرهار

ننګرهار کې د سپبن غر ولسوالۍ پولیسو پر موټر ماین چاودنه شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د سپین غر ولسوالۍ د پولیسو یو رنجر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شوی او دوو تنو ته یې مرګ – ژوبله اړولې.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (چهارشنبه، ۸ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن شاوخوا یوولس بجې د نهمې ناحيي اړوند «سرخ ديوال» سیمه کې د سړک غاړې ماین د سپين غر ولسوالۍ د پوليسو پر رنجر موټر چاودنه کړې.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې خپله پولیسو ته زیان نه دی اووښتی، بلکې په همدې ځای کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. فرید خان زیاتوي: «نن ۱۱ بجې سرخ دیوال سیمه کې ماین چاودنې دوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.»

تراوسه د یادې پيښې مسوولیت چا نه دی منلی.