برادر او شامخاني

د طالبانو سیاسي پلاوي ایران کې د دې هېواد د ملي امنیت د عالي شورا له مشر سره کتلي

اطلاعات روز: د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران هېواد ته په خپل سفر کې د دې هېواد د ملي امنیت د عالي شورا له مشر علي شامخاني سره لیدلي دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر له علي شامخاني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره نن (چهارشنبه، ۸ د سلواغې) له غرمې مخکې لیدلي دي.

ښاغلي نعیم لیکلي چې داوړ لوریو د بین الافغاني مذاکراتو او افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت پر ارزښت او لارو چارو خبرې کړې دي.

دغه راز د نوموړي په وینا، چې د پولې اړوند مسایلو، د سوداګرو او مساپرو، په دې هېواد کې د افغان کډوالو پر ستونزو او نورو غږېدلي دي: « په ليدنه کې د دواړو هيوادونو تر منځ د پولې اړوند مسائلو، د افغان تجارانو او د مسافرو په اړه، همدا راز په ايران کې د افغان مهاجرينو د ستونزو او ور سره د دواړو هيوادونو تر منځ د مثبتو اړيکو د پياوړتيا پر سر بحث وشو.»

محمد نعیم په ادامه کې لیکلي چې د طالبانو دغه پلاوی به د ایران له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم لیده کاته وکړي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغه پلاوی پرون ایران ته تللی و. قطر کې د دې ډلې ویاند وایي چې دغه سفر د یاد هېواد په بلنه شوی دی.