کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې پرې اخته اته ناروغان مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۷۲۹ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۳۷ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، بغلان، پروان، نیمروز، میدان‌وردګ، کونړ، فاریاب، خوست او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۸۹۱ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۹۴ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۷ زره او ۴۵۹ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته اتو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۳۹۸ تنو ته ورسېد.