پکتیا والي

پکتیا کې د کرونا مړو ته پر ځانګړې شوې هدیره سوداګریز مرکز جوړیږي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت پخواني والي او اوس د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی وایي، پکتیا کې د ده د ماموریت پر مهال د کرونا مړو ته په ځانګړې شوې هدیرې سوداګریز مرکز جوړوي.

نوموړي دغه خبرې پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې د دې ولایت له والي سره د ولسي تړون او ملي دسترخوان چوکاټ کې د ځینو پروژو پرانسته کې وکړې.

د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د ولسي تړون او ملي دسترخوان ملي پروګرامونو ښاري برخې پرانيستل شوې، چې د مسوولينو په خبره ۴۳۹ ميليونه افغانۍ لګښت به ولري.  

د دې پروګرامونو د پرانيستې په مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي، د يادو پروګرامونو او ځينو نورو برخو مسولينو، ولايتي چارواکو او ګڼو خلکو ګډون کړی و.

شميم خان کټوازي وويل چې پکتيا کې لا هم زيات کار ته اړتيا شته او د ګردېز ښار پرمختيا او نورو پروژو پلې کولو برخو کې هم هڅې روانې دي.

کټوازی وايي چې ولسي تړون برنامه به په ۲۵۴ ميليونه افغانۍ او د ملي دسترخوان پروګرام ښاري برخه به په ۱۸۵ ميلیونه افغانۍ پلې او د دې ښار ۲۳ زره بېوزله کورنيو ته به خوراکي توکي ورسوي.

د ملي دسترخوان چوکاټ کې پر بېوزلو د خوراکي توکو مرسته

نوموړي زياته کړه چې د يادو پروژو تر څنګ به د ګردېز ښاروالي په چوکاټ کې دوه نورې پروژې هم شاملې شي، چې په پلې کېدو به يې د ښار ډېرې ستونزې حل او خدمتونه زيات شي.

شميم خان کټوازي وويل: «دا پروګرامونه د ښار په ۵ ناحيو او ۶ ګذرونو کې د ۳۰ پراختيايي شوراګانو له لارې عملي کيږي او د خلکو لخوا او د خلکو په خوښه به د سړکونو، کوڅو او تفريحي ځايونو جوړولو، برېښنايي اسانتياوو برابرولو او د ښځو ځواکمنتيا په برخه کې بېلابېلې پروژې تر سره کړي.»

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر وويل چې په پکتيا کې يې د ولايت پر مهال ژمنه کړې وه که کرونا کمزورې شي، نو د کرونا د احتمالي مړو لپاره پر ځانګړې شوې ۵۰ جريبه هديره به د لاسي صنايعو کوچنی ښارګوټی يا بل اقتصادي ځای جوړوي او اوسمهال پر خپله ژمنه ولاړ دی او ژر به په دې برخه کې عملي اقدام وشي.

کټوازي وويل: «۹۵ فیصده خلک به د ملي دسترخوان پروګرام تر پوښښ لاندې راشي. همدارنګه د ولسي تړون پيسې به هم په مستقيم ډول تر خلکو رسيږي او تر منځ به يې بل کوم بل قرارداد يا شرکت نه وي او مسوليت به يې هم د خلکو پر غاړه وي»

شميم خان کټوازي د هېواد روان وضعيت ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې دولت د خلکو په غوښتنه د سولې لپاره ټول اړين ګامونه واخيستل، خو په خبره يې وسله والو طالبانو د زور له لارې د سيمو لاندې کولو وروستۍ هڅې وکړې، خو بريالي نشول.

کټوازی وايي چې د وسله والو طالبانو د ځپلو او بريدونو د مخنيوي ۹۷ سلنه پوځي چارې هم خپله افغان امنيتي ځواکونو تر سره کړې او دولت هر ډول حالاتو ته پوره چمتووالی لري.

نوموړي زياته کړه: «دولت ټول شرايط ومنل، خو په مقابل کې طالبان تر اخره برعکس ولاړل. ۵۰۰۰ بنديان بېرته جګړې ته ولاړل، د دې بنديانو په مقابل کې د اوربند پر ژمنه ونه درېدل او همداسې نور. زموږ لومړيتوب سوله ده، خو هر حالت ته اماده يو.»

د پکتيا والي حليم فدايي د دې پروژو پرانيسته ګټوره وبلله او ويې ويل چې پکتيا کې لا هم ګڼې اړتياوې شته، چې بايد پام ورته شي.

فدايي د پسرلي له پيل سره سم د ودانيزو چارو پر پيل کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې له پکتيا سره د ژمنه شويو لويو پروژو پر تطبيق او ځينو نورو اړينو هغو پر منظوري او عملي چارو پر پيل دې تمرکز شي.

نوموړي زياته کړه :«زموږ ښار او ولسوالي جدي خدماتو ته اړتيا لري. د ښار لپاره د جامع کاري يا ماسټر پلان نشتون ننګونه ده، هر څه ژر بايد د ښار د معياري انکشاف او پرمختيا لپاره پلان بشپړ او تطبيق يې پيل شي. د خلکو له دومداره همکاري مننه کوم.»

د خلکو او د ګذر وکيلانو په استازيتوب قومي مشر ډګروال ظفر مقبل د پروژو په روڼ او ښه تطبيق کې د همکاري ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د يو منظم ماسټر پلان پر بنسټ دې د ګردېز ښار پرمختيا ته کار وشي.

مقبل وايي :«مرسته د راځي د غريب او مريض په نوم، خو اخلي يې هغه څوک چې د خلکو په سر تجارت کوي، موږ د دې حالت خاتمه غواړو او موږ ته له راکړي فرصت څخه به پوره ګټه اخلو.»

ګردېز حلقوي سړک، د صنعتي پارک فعالېدل، روغتيا برخې ته جدي پاملرنه، د پوهنې سکتور پياوړتيا او د ګردېز ښار لپاره د ماسټر پلان چمتو کولو باندې کار د غونډې د ګډونوالو لويې غوښتنې وې.