پکول؛ سینګار او کلتور چې اروپا او امریکا کې یې هم نوم وتی

پکول پر سر کول په افغاني ټولنه کې د ډیرو لپاره د سینګار او کلتور برخه ګرځیدلې. کونړ کې جوړ شوي پکولونه بیا ډیر مینوال لري، یوازې په کور دننه نه، بلکې پښتونخوا او ان اروپا کې هم خورا مشهور شوي.