امرالله صالح

امرالله صالح: د امریکا له نوې ادارې سره مو اړیکې پراخې شوې دي

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ ادارې په پرتله د نوې ادارې په راتګ سره د سلا مشورو کچه لوړه، د اطلاعاتو تبادله او د افغانستان پر حالاتو خبرې اترې په ملموس او بې مخینې بڼه زیاتې شوې دي.

امرالله صالح د نن (پنج شنبه، ۹ د سلواغې) د سهار له شپږنیمو بجو پر فیسبوک خپور شوي راپور کې ویلي، چې د امریکا له نوې ادارې سره د تازه روحیې په رامنځته کېدو د ایتلاف غړیو لپاره د مشورو او درناوي لار، ترهګرو ته د لابي دسیسه او د منفي لاسوهنو لار تنګوي.

ښاغلي صالح د ډونالډ ټرمپ پر ادارې نیوکې سره ویلي چې د ټرمپ ادارې پر مهال د واحد لید نه شتون نه یوازې ترهګرو ته پر ځان کاذبه باور رامنځته کړی و، بلکې د تاوتریخوالي او د هدفي وژنو د زیاتېدو لامل شوی و.

صالح په ادامه کې لیکلي: «طالبان خپلو تبلیغاتو کې پر دریو ټکو تمرکز لري. لومړی په پټو سترګو وژنو او د وحشت رامنځته کولو سره د افغانستان بهرنیو متحدینو مایوسه کول. دویم د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د افغانستان پر منزوي کولو ټینګار چې د دوی په اصطلاح د القاعده غوندې جهادیانو ته کور، یانې تېر ته تلل. دریم د دین په نوم طالباني واک.»

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راز وایي، چې د طالبانو تبلیغاتي فعالیتونو ارزونې او تحلیل ښودلې چې دغه ډله له وژنو او د افغانستان منزوي کولو پرته خلکو ته کوم پیام نه لري. د ده په ټکو چې طالبانو هڅه وکړه چې هدفي وژنو کې لاس لرل دروغ وښیي، خو په وینا یې چې دولتي ځواکونو یې دغه تګلاره هېڅ کړه.

ښاغلي صالح په وروستیو کې ویلي چې که څه هم په طالبانو کې کوم بدلون نه ښکاري خو هیله او ګمان دا دی چې طالب ښایي روغې جوړې او سولې ته تن کېږدي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دې خبرو ته لا طالبانو غبرګون نه دی ښودلی.