ننګرهار

ننګرهار کې د لشکر اسلام ډلې مشر وژل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د لشکر اسلام ډلې مشر له خپلې لور سره په بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن (پنجشبه، ۹ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن غرمه مهال د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لشکر اسلام ډلې مشر «منګل باغ» د خپلې یوې لور سره په ماین چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خوږیاڼی زیاتوي: «نن د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ په اچین ولسوالۍ کې له خپلې لور سره یو ځای وژل شوی دی.»

تراوسه لشکر اسلام ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.