اوبو بند

د اوبو د تنظيم ملي اداره: پکتيا کې به د سورۍ خولې سربېره ۴ نور بندونه جوړ شي

اطلاعات روز: د هېواد د اوبو د تنظيم ملي ادارې مسوولين وايي چې پکتيا ولايت کې به د سورۍ خولې بند سربېره ۴ نور بندونه هم جوړ شي.

د يادې ادارې مشر خان محمد تکل دا خبرې د پکتيا له والي محمدحليم فدايي سره په ناسته کې وکړې او ويې ويل چې د دې سربېره به په دې ولايت کې ځينې نورې پروژې هم پيل شي.

د پکتيا والي حليم فدايي له تکل سره پکتيا کې د دې ادارې اړوند ځينې ستونزې، اړتياوې او وړانديزونه شريک کړل او د حل په برخه کې يې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

فدايي په تېر کې د اوبو او برېښنا وزارت لخوا په دې ولايت کې د کارونو پر نه کېدو خواشيني وښوده او د پکتيا د سينديزې حوزې پر پياوړتيا او ځينو اړتياوو پوره کېدو يې ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه: «پکتيا د مرکزي سينديزې حوزې مربوط ده، خو په تاسف سره چې د دې حوزې مرکز او ځينو نورو ولايتونو ته په کتو په پکتيا کې هېڅ کار ندی شوی. د پکتيا سينديزه حوزه دې په پښو ودرول شي، ځينې اړينې اسانتياوې دې ورته برابرې او تش بستونه دې يې په مسلکي کسانو ډک شي.»

د اوبو د تنظیم ملي ادارې مشر خان محمد تکل او د پکتیا والي محمد حلیم فدایي

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مشر خان محمد تکل وويل چې پکتيا ته به پام زيات شي او راتلونکي کال کې به په دې ولايت کې د سورۍ خولې بند جوړېدو چارې پيل شي.

د پکتيا پخواني والي او اوسمهال د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي د ۱۳۹۶ کال د جدي په ۱۰ نېټه د دې ولايت په احمدخېلو ولسوالي کې له منظورېدو وروسته د ياد بند پرانيسته کړې وه، خو تر اوسه يې هېڅ چارې ندي پيل شوې.

هغه مهال کټوازي ويلي و، چې د دې بند جوړېدو عملي کارونه به د ۱۳۹۷ کال په سر کې پيل  او په درې کلونو کې به بشپړ شي.

تکل وايي: «سږکال موږ پکتيا کې ۱۵ پروژې لرلې، چې ځينې بشپړې شوې او د ځينو کار روان دی، خو اوس د ژمي د سړې هوا له امله په موقت ډول بندې دي. پکتيا کې زيات کار ته اړتيا ده او موږ توجه ورته لرو.»

خان محمد تکل وويل چې راتلونکي ۱۴۰۰ کال کې د سورۍ خولې بند د چارو د پيل سربېره به د نرۍ خولې، درنګ، ګويان او تورګاڼي د بندونو چارې هم په کاري پلان کې شاملې کړي.

تکل زياته کړه چې هڅه کوي امکاناتو ته په کتو د اړتيا پر اساس پکتيا ته ځينې نورې پروژې هم منظورې او پلې کړي.

نوموړی وايي: «پکتيا کې د زياتو لويو او وړو بندونو او سربندونو جوړېدو فرصتونه شته او هڅه دا ده چې تر وسه پورې دا سرچينې مهار او ګټه ترې واخيستل شي. پکتيا کې د ۱۰ چکډېم پروژو د ډيزاين کارونه هم بشپړ شوي او په نوي کال کې به شروع شي.»

خان محمد تکل وایي چې راتلونکي ۱۴۰۰ کال کې د سورۍ خولې بند سربیره ځینې نورې پروژې هم کاري پلان کې شاملې کړي.

د پکتيا اوسېدونکي دې ولايت ته د چارواکو پر لازمه پاملرنه ټينګار کوي او وايي چې مسولين دې د ژمنو پلې کولو برخه کې جدي واوسي.

د احمدخېلو ولسوالي اوسېدونکي نوروز وويل: «د سورۍ خولې او نورو بندونو جوړېدل ډېره د خوشالي خبره ده. زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې عملي کارونه وکړي، دلته خلک ډېر همکار دي. کله چې سورۍ خوله بند افتتاح شو، خلک ډېر خوشاله و، خو بيا يې د کار درک ونه لګېد.»

د احمداباد ولسوالي اوسېدونکی احمد ولي د اوبو مهار او د کرنيزو ځمکو خړوبول د هېواد د پرمختيا او ځان بساينې لپاره اساسي چاره يادوي او وايي چې په دې چارو کې دې د هر ډول فساد مخنیوی وشي.

ولي زياته کړه: «په اوبو او برېښنا وزارت کې بيخي ډېر فساد و، چې يو ښه مثال يې د مچلغو بند دی. زموږ غوښتنه دا ده چې د اوبو او بندونو دا نوې جوړه شوې اداره د فساد مخه ونيسي او ښه کارونه وکړي. خلک ورته خوشال او کومک کوي.»

د پکتيا ولايت د احمدابا او احمدخېلو ولسواليو سربېره په څمکني، ډنډپټان، ځاځي اريوب او ځينو نورو ولسواليو کې هم د اوبو سرچينې شته، چې اوسمهال له استفادې پرته کوزې پښتونخوا ته بهيږي.