د ننګرهار پر والي وسله وال برید شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې یوه امنیتي سرچینه وایي، هسکې مېنې ولسوالۍ ته پر لار د دې ولایت والي ضیاالحق امرخېل پر موټریز کاروان وسله وال برید شوی دی.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، دغه پېښه نن (پنج شنبه، ۹ د سلواغې) هسکې مینې ولسوالۍ ته پر لار هغه مهال رامنځته شوه چې والي غوښتل په دې ولسوالۍ کې د یو جومات پرانیسته وکړي.

د یادې سرچینې په وینا په دې برید کې خپله والي ته کوم زیانه نه دی اووښتی، خو دوه ساتونکي یې ټپي شوي دي. د ننګرهار ولایتي مسوولین هم د دغه برید پخلی کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، والي ضیاءالحق امرخېل نن سهار د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ جودرې سیمې ته د جومات د پرانیستې لپاره تللی و، چې د بېرته راتګ پرمهال پرې وسله وال برید شوی.