ننګرهار

د ننګرهار د مستوفیت دوه کارکوونکي یو وسله وال برید کې وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې ناپيژنده وسله والو د مستوفیت دوه کارکوونکي په ډزو وژلي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان نن (پنجشنبه، ۹ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند په فارم هډې سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وایي، د وژل شویو کسانو هویت لا مالوم نه دی خو ځایي سرچینې وایي، وژل شوي کسان د مستوفیت مامورین دي. فرید خان زیاتوي:«نن سهار د جلال اباد ښار د فارم هډې په سیمه کې دوه کسان چې هویت یې مالوم نه دی په یو وسله وال برید کې وژل شوي دي.»

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.