طالبان

د بایډن امریکا، ایران او طالبان

ملا برادر په تهران کې؛ امریکا ته شین څراغ که د افغانستان سولې ته نوې ننګونه؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

یو: وروستي بدلونونه

د طالبانو ډلې سیاسي مرستیال او قطر کې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د ایران بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه تهران ته تللی، څو د دې هېواد چارواکو سره لکه څرنګه چې د دې ډلې ویاند نعیم وردګ لیکلي، د دوو هېوادونو پر اړیکو، ایران کې د افغان کډوالو پر حالاتو او د افغانستان او سیمې پر اوسني سیاسي او امنیتي حالاتو غږیږي.

ملا برادر داسې مهال تهران ته سفر کوي چې دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې په ټپه درېدلي او له دویم پړاو خبرو پیل راهیسې کوم پرمختګ نه دی شوی. لکه څرنګه چې د افغانستان دولت مرکچي پلاوي یو غړي نادر نادري لیکلي چې د دوی پلاوی «له اخلاص سره هیلې ته د رسېدو لپاره په دوحه کې شتون لري. ۹ ورځې شوې چې مقابل لوری تر اوسه د رسمي غونډې او د جنګ پای خبرو لپاره حاضر شوي نه دي.»

له بلې خوا امریکا کې د جوبایډن حکومت په راتلو سره د امریکا دې نوې ادارې طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ ادارې د سولې هوکړې د ارزونې خبره کړې ده. هغه پرېکړه چې ښایي د افغانستان سولې پروسه په بېلابېلو خواوو او کچو متاثره کړي، له هغې ډلې د سیمې هېوادونو په کچه په ځانګړي ډول ایران چې له ډېر وخته د افغانستان جنګ او سوله کې دخیل دی، خو د ټرمپ ادارې پرمهال د افغانستان سولې له لړۍ ووېستل شو، داسې چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو پیل مراسمو کې ایران نه و. خو په دې مراسمو کې ایران د افغانستان په خاطر نه بلکې د امریکا په خاطر پټ و. د ایران او امریکا اړیکې او د افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو یې اثر ښکاره واقعیت دی او له همدې امله لازمه ده چې د افغانستان سولې پروسه کې د ایران د رول شننه، لومړی له لویدیځوالو سره د دې لویديځ ګاونډي اړیکې و ارزول شي.

دوه: د ټرمپ امریکا، ایران او طالبان

د ایران او امریکا اړیکې  د ډونالډ ټرمپ ادارې پرمهال د کړکېچ اوج ته رسېدلې وې، دواړه خواوې د جنګ تر پولې ورسېدې. خو ایرانیانو نیابتي جګړه تر مخامخ غوره وبلله. د ډونالډ ټرمپ ادارې امریکا ایران سره د فشاري سیاست او د دې هېواد «سپاه پاسداران» اړوند پر مهمو بنسټونو او وګړو اقتصادي بندیزونو، د افغانستان دغه لویدیځ ګاونډی تر ټولو ناوړه اقتصادي حالت ته رسولی دی.

مقابل اړخ کې، ایران په منځني ختیځ او افغانستان کې د امریکا سیاستونه ننګولو سره، امریکا او متحدین یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. داسې چې یمن کې له حوثي یاغیانو، د امریکا یو لوی متحد سعودي عربستان یې له سخت نظامي فشار لاندې نیولی دی. سوریه کې د روسانو په مرسته د بشار اسد له دولته، د امریکایي ځواکونو او د خلیج حوزه کې د سیمه ییزو متحدینو پر وړاندې په سختۍ دفاع وکړه او د سوریې دولت له نسکورېدو یې مخه ونیوله، چې پایله کې امریکا له کوم بریالیتوب پرته له سوریې وتلو ته اړ شول. په عراق کې د دې هېواد د دولت بانفوذه څېرو په ګټنې او دغه راز د شیعه ملیشه ډلو په واسطه تر هغې ځایه امریکایانو پسې لاړل چې بغداد کې یې د امریکا سفارت پر دېوال د اووښتو هڅه وکړه او پایله کې د قدس ځواکونو قوماندان او د ایران د نظامیانو یو نامتو سردار قاسم سلیماني د دې نیابتي جنګ قرباني شو.

دا چې ایران د امریکا متحده ایالاتو د بېرته بندیزونو او په سیمه کې د ښکاره او پراخو نظامي فعالیتونو توان نه درلود، ځکه امریکا سره نیابتي جګړې ته دننه شو او د افغانستان برخه کې یې له طالبانو د امریکایي سرتېرو وژونکو په توګه  پراخه نظامي او اطلاعاتي ملاتړ وکړ. ایران نه د افغانستان له دولت سره په دښمنۍ او نه طالبانو سره په دوستۍ کې، بلکې افغانستان کې امریکایانو سره په مخامخېدو او دښمنۍ کې له طالبانو ملاتړ وکړ او کوي یې. داسې چې د ملا برادر په همدې سفر کې د ایران ملي امنیت شورا سرمنشي لیکلي چې د طالبانو سیاسي پلاوي سره لیدنه کې «د دې ډلې مشران یې امریکا سره مبارزه کې تصمیم نیونکي» لیدلي دي. شمخاني لیکلي «هغه چې دیارلس کاله د امریکا ګوانتانامو زندان کې د دوی تر شکنجې لاندې ول، سیمه کې یې امریکا سره مبارزه څنګ ته کړې نه ده.» پر همدې بنسټ د ایران او طالبانو اړیکه کولی شو، امریکا سره د ایران د دښمنۍ کچې ته په کتو تعریف کړو. یانې هماغه پخوانۍ قاعده: «د دښمن دښمن، دوست دی.»

له دې ټولو سره امریکا او ایران په ښکاره د طالبانو په اړه ګډ دلیل لري. دا دواړه هېوادونه د طالبانو ډله د خپلو ترهګرو په تور لیست کې لري، خو له دوی یو له دې ترهګرې ډلې سره د سولې هوکړه لاسلیکوي او دا بل هېواد یې په تود هرکلي سره رهبران خپل هېواد ته ورغواړي، څو د کډوالو پر برخلیک چې د طالبانو له لاسته راوړنو شمېرل کیږي او پر امنیتي مسایلو خبرې اترې کوي. نو ویلی شو چې د طالبانو په اړه د ایران او امریکا سیاستونه د یوې سیکې دوه مخه دي.

درې: د بایډن امریکا، ایران او طالبان

جوبایډن له ځان سره د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د مرستیالۍ تجربه لري. ایران امریکا سره د بارک اوباما واکمنۍ پرمهال د اټومي انرژۍ اډانه کې نسبتآ ښې اړیکې رغولې وې. خو ټرمپ ټولې رېښې وکنلې. په دې سره د امریکا ټاکنو کې د بایډن بری په نړیوال سیاست کې یوه نوې دریڅه له هغې ډلې د امریکا او ایران په سیاسي اړیکو کې چې افغانستان کې د واک مناسبات هم تل له دې کړکېچنو اړیکو متاثره شوي، پرانستې.

له هغې ځایه چې د امریکا پر وړاندې د ایران بهرنی سیاست غبرګوني دی، لږ تر لږه اوسنیو حالاتو کې داسې و، د بایډن په ولسمشرۍ امریکا کې د نوې ادارې په راتګ سره، ایران او د امریکا نوې اداره، یو ځای د اټومي انرژۍ هوکړې لپاره خبرې مطرح کړې دي، له هغې ډلې دا چې پر ایران د امریکا بندیزونه لېرې یا لږ تر لږه کم شي او د ایران پر اټومي مسایلو خبرې له سره پیل شي.

اوس چې د بایډن په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو له نړیوالو سازمانونو، اروپایي اتحادیې او ایران سره د خپلو اړیکو پر بیا رغېدو پرېکړه کړې، داسې ښکاري چې ایران هم د بدلون تیاری نیسي. خو هغه جدي ننګونه چې ایران کې ده دا ده چې د ایران نظام کې سختدریځې ډلې امریکا سره د ایران په هر راز جوړېدو او خبرو مخالفې دي. پر همدې بنسټ د حسن روحاني دولت له طالبانو په ګټنې امریکایانو ته شین څراغ ورښیي. غواړي امریکا ته ووایي چې هماغسې یې چې په ۲۰۰۱ز کال کې په یو ډول یې د طالبانو رژیم نسکورېدو لپاره له امریکا ملاتړ وکړ، اوس هم کولی شي او که لازم وي غواړي چې د سولې هوکړې او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو برخه کې هم همکاري وکړي. پر همدې بنسټ ایران ته د ملا برادر سفر او د سولې پروسې په اړه خبرې کولی شو امریکا سره د ایران د همکارۍ تیاری د دې هېواد د سیمه ییزو ستونزو په برخه کې وشنو. خو یوازې شننه!

واقعیت دا دی چې ایران او طالبان اړیکې او همکاري لري. ایرانیان هغسې چې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې وویلې، چې یوازې د خپلې ختیځې پولې امنیت ټینګښت لپاره له طالبانو سره اړیکې او همکاري لري چې د افغانستان حکومت په دې اړه جریان کې دی. خو په حقیقت کې دا اړیکې او مرستې د پولې امنیت ټینګښت له مسلې پورته خبرې دي. د هغې دښمنۍ له امله چې ایران یې له امریکا سره لري، طالبان په افغانستان کې د ایران نیابتي ځواکونو په توګه له امریکایي ځواکونو او البته چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره جنګیږي.

اوس چې د سولې لړۍ روانه ده او له هغه ځایه چې د ټرمپ ادارې ایران سره هر ډول اړیکې د نه منلو وړ بللې، طالبانو به ایران سره له ښکاره اړیکو ډډه کوله، خو د بایډن اداره پام کې ده چې سیمه ییز جوړجاړی پام کې ونیسي او په ځانګړي ډول د افغانستان سولې چارو په اړه د سیمې هېوادونو له هغې ډلې د افغانستان ګاونډویو ته ډېر فرصت او رول ورکړي، د طالبانو رهبران ایران ته ځي څو د افغانستان سیاسي راتلونکي په اړه خبرې اترې وکړي. خو د افغانستان دولت او ولسمشر اشرف غني ته د دا ډول سفرونو بیه، د افغانستان دننه پرته له نوې ننګونې او نویو صف بندیو نور څه نه دي. که پام کې وي چې ایران هم لکه پاکستان او امریکا د سولې پروسه کې یو شان وي، له شک پرته افغانستان کې ځینې سیاسي رهبران به هم خپل دریځونه بدل کړي او د سولې خبرې به هم نوې لاره ونیسي.