هېواد موسسه

د پکتيا اوسېدونکو د “هېواد” موسـسې دفتر وتاړه؛ وايي دا ډول فعاليت ته يې اجازه نه ورکوي

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت ګڼو اوسېدونکو، مدني فعالانو او مشرانو په ګردېز کې د دې ولايت د روغتيايي مرکزونو د مسوولې قراردادې موسـسې دفتر وتاړه او تر مخ يې خېمه ودروله.

دوی وايي چې ياد موسـسه د پکتيا ولايت روغتيايي مرکزونو د اړتياوو او شته ستونزو حلولو وړتيا نلري او په خپلو چارو کې پاتې راغلې ده.

دوی وويل تر هغه به اعتراض ته دوام ورکړي، چې يادې ادارې ټولې ستونزې حل او همدارنګه د وزارت لخوا بلې ادارې ته د دې ولايت د روغتيايي مرکزونو قرارداد نه وي ورکړل شوی.

د پکتيا د متحدې شورا مشر او د ولايتي شورا پخوانی غړی حفيظ الله مبارز وايي چې که څه هم د يادې موسـسې د درې کلن قرارداد پای ته رسېدو ته له نيم کال کم وخت پاتې، خو زياتوي چې د پراخو ستونزو له امله يې خلک نور يوه ورځ هم نشي زغملی.

مبارز وويل چې له يادې ادارې څخه له لومړۍ ورځې تر اوسه شکايتونه له مسولينو سره شريک شوي، خو په خبره يې په حالت کې کوم بدلون ندی راغلی.

نوموړي زياته کړه: «د کرونا په وخت کې د خلکو له ژوند سره لوبې وشوې. په حوزوي شفاخانه او د ولسواليو په روغتونونو او کلينيکونو کې دوا او تشکيل کم دی. حتی که دې د زون په کچه شفاخانې ته لږ شديد ناروغ راشي، دلته يې تداوي نه کيږي او دا غريب خلک مجبور دي کابل يا يې بل ملک ته يوسي.»

مدني فعال شريف منګل وويل په ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو حالت خورا ناوړه دی او د ګردېز په ګډون په ولسواليو کې خلکو ته غوڅ اکثريت درمل له بازار څخه ليکل کيږي.

منګل وايي چې د درملو د کموالي او د مدیريت د کمزوري له امله د حوزوي او په ولسواليو کې د ځينو روغتونونو ډاکټران خپلو اړوندو درملتونونو ته په شفري ډول درمل اخلي، چې په خبره يې کيفيت ډېر خراب وي.

نوموړي زياته کړه: «زه به د ميرزکې ولسوالي مثال درکړم، چې کلينيک يې مطلق بند دی، هېڅ خدمات نشته، تشکيل يې په کور کې ويده. يو غريب چې شل يا دېرش روپۍ کرايه نشي ورکولی، نو هغه به ۵۰۰ افغانۍ له کومه کړي، چې دوی دوا ورته له باندې ليکي؛ ټول تجارت روان دی.»

د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي هېواد موسـسه په پکتيا کې دويمه کرونا وبلله او ويې ويل چې د دې ادارې په چارو کې له لومړۍ ورځې فساد و او دوی يې په اړه غږ پورته کړی دی.

ځاځی وايي: «په حوزوي روغتون او نورو شفاخانو کې اسانتياوې او دواګانې په نشت حساب دي، دا قرارداد په هېڅ ډول سم ندی، بايد لغوه او نوی سم او د اړتياوو پوره کوونکی قرارداد وشي.»

په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي ابراهيم غښتلي هم هېواد موسـسه د خپل مسوليت او روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلې او وايي چې ياد قرارداد هم د فساد پر اساس تر سره شوی دی.

غښتلي اطلاعات روز ته وويل: «هېواد موسـسې په اصل کې چې کوم قرارداد کړی، د هغه مطابق يې خدمات ندي وړاندې کړي. فساد ډېر پکې شوی دی. مسلکي کسان يې ندي مقرر کړي، دوا يې بې کيفيته ده او پوره يې رسولې هم نده. ټول صحي خدمات په سمه توګه نه عرضه کوي.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي، چې د معترضينو پرلت ته ورغلی و، وويل چې ياد مسايل به په جدې ډول وڅيړي او ناغيړي کوونکي کسان به څارنوالي ته ور وپېژندل شي.

فدايي وايي: «صحت او معارف زما لپاره سرې کرښې دي، په دې کې نه غفلت منو، نه فساد او نه سهل انګاري. په دې برخو کې اصلاحاتو ته ژمن يو او جدي کار کوو چې دا مشکلات حل کړو.»

د پکتیا والي حلیم فدایي وایي، یاده مسله په جدي ډول څېړي.

خو د هېواد موسـسې ولايتي مسول ډاکټر فضل محمد منګل وايي چې دوی د قرارداد مطابق ټول خدمتونه وړاندې کړي او په دې اړه يې څارونکو سرچينو سره معلومات شريک کړي دي.

منګل اطلاعات روز وويل چې دوی د حوزوي روغتون سربېره ټولو ولسواليو ته منظم پام کړی او مهمې اړتياوې يې په وخت پوره کړې دي.

نوموړي زياته کړه: «خدمات به په هغه کچه نه وي چې لازمه ده يا يې خلک غواړي او دا به په هېڅ ځای کې هم نه وي، خو موږ خپل کوشـش کړی. که د فساد يا حق خوړل کېدو سندونه وي، موږ سره دې شريک شي. د کرونا له امله دواګانې قيمتې شوې او کمې پيدا کېدې، خو موږ مشکل تر ډېره حل کړی او صرف هغو ځايونو چې زنانه ډاکټرانې نشته، هلته تشکيل يو څه کم دی؟ ساده ترميمات مو هم کړي دي.»

د يادو ستونزو د حل او له هېواد موسـسې څخه د پکتيا د روغتيايي مرکزونو د قرارداد بېرته اخيستو لپاره په ولسي جرګه کې د پکتيا د استازي يارباز حميدي په ګډون پنځه کسيزه کمېټه جوړه شوه، چې دا مسله له وزارت سره تر پايه تعقيب کړي.

د يادونې ده چې د پکتيا پخواني والي شميم خان کټوازي تېر کال هېواد موسـسه په خدمتونو کې د فساد، بې کفايتي او سرغړونو له امله څارنوالي ته هم ور پېژندلې وه.

د پکتيا پخواني والي شميم خان کټوازي تېر کال هېواد موسـسه په خدمتونو کې د فساد، بې کفايتي او سرغړونو له امله څارنوالي ته پېژندلې وه.

کټوازي هغه مهال ويلي و، چې پکتيا کې د دې موسـسې د کار له پيله خلکو شکايتونه کول او څو ځله يې ورته د ستونزو د هواري او سمون په اړه ويلي و، خو په خبره يې په چارو کې يې هېڅ سمون نه و، راغلی.