کرونا

افغانستان کې پر کرونا د اخته کېدو کچې ټيټيدل؛ ۲۴ تنه پرې اخته شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۶۴۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۳۸ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، کندوز، بدخشان، هلمند، لغمان او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۵۹ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۷۰ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۷ زره او ۶۷۹ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته څلورو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۴۰۴ تنو ته ورسېد.