طالبان بهرنیو سفرونو کې؛ خو افغان پلاوی دوحه کې ورته په تمه دی

اطلاعات روز: د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي په ایران کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره کتلي دي.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، چې دغه لیدنه نن (یکشنبه، ۱۲ د سلواغې) له غرمې وړاندې وشوه او د دواړو هېوادونو په اړونده موضوعاتو خبرې وشوې.

د ښاغلي نعیم په وینا، په دې لیدنه کې: «د افغانستان د حالاتو او بين الافغاني مذاکراتو په اړه، د دوحې د توافقنامې په پوره عملي کيدو، او افغانستان او سیمې ته د امن او سولې په ضرورت هم بحثونه وشول.»

دا په داسې حال کې ده چې د قطر دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی دې ډلې ته د سولې خبرو دویم پړاو خبرو لپاره انتظار کې دی، خو له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو دغه لوړپوړی پلاوی په تهران کې دی او د دې هېواد له بېلابېلو چارواکو سره لیده کاته کوي.

دوحه کې د دولت مرکچي پلاوي نن په انلاین توګه یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویلې چې دوی په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرو پیل لپاره طالبانو ته په تمه دي، خو د دوی په وینا طالبان په سفرونو بوخت دي.

د دې پلاوي یوې غړې شریفې زرمتۍ وویل، دوی به تر هغې طالبانو ته انتظار کوي چې افغان حکومت افغانستان ته نه وي وروغوښتي.

له بلې خوا د دولت مرکچي پلاوي بل غړي ډاکټر رسول طالب په همدې ناسته کې وویل، چې د سولې خبرو شا ته غورځولو لپاره هېڅ دلیل نشته، بلکې د طالبانو ډله د سولې کولو زړورتیا او غیرت نه لري. هغه وویل هغه څه چې د طالبانو لخوا ویل شوي ټولې بهانې دي.

نوموړي زیاته کړه، ښایي د طالبانو مرکچي پلاوی د خبرو له میز ور اخوا ځینې خبرې مطرح کړي، خو هغه ټولې خبرې تبلیغاتي بڼه لري او د عامه فکرونو اړولو هڅه ده.

خو له دې ټولو سره د افغانستان دولت دغه مرکچي پلاوي په دې ناسته کې ټینګار کاوه چې د سولې دې خبرو بندون نه دی راغلی، بلکې له ځنډ سره مخ شوې دي چې لامل یې طالبان دي.