ادم کوچی

د طالبانو مشهور سرګروپ «ادم کوچی» په لوګر کې ووژل شو

اطلاعات روز: د لوګر ولايت امنيتي مسولين وايي چې د وسله والو طالبانو مشهور قومندان ادم کوچی تېره شپه له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

امنيه قومنداني وايي چې نوموړی د ملي پوځ په کمين کې له خپلو ځينو نورو ملګرو سره وژل شوی او څو نور جنګيالي يې ټپيان شوي دي.

د لوګر د پوليسو وياند څارمن شاپور احمدزي اطلاعات روز ته وويل چې د ادم کوچي په مشرۍ د وسله والو طالبانو جنګياليو غوښتل چې د پُل علم اړوند په بيدک سيمه کې پر ځينو سيمو بريدونه وکړي.

احمدزي وويل چې امنيتي ځواکونه له دې پلان څخه په خبرېدو پرې وار مخکې کړی او هغوی ته يې د سختې مرګ، ژوبلې په اړولو د هغوی پلان ناکام کړی دی.

نوموړي زياته کړه: «ادم کوچي له ډېرو کلونو په لوګر، پکتيا او شاوخوا ولايتونو کې ترهګريز او تخريبي فعاليتونه کول، چې په ډېرو وژنو او ورته تخريبي اعمالو کې هم ښکېل و، له خپلو ۵ نورو ملګرو سره ووژل شو او ۴ نور ترهګر مرګوني ټپيان شوي دي.»

په سوېل ختيځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومنداني هم ياد خبر تاييدوي او وايي چې د دې بريد په ترڅ کې يو ډاټسن موټر او يوه اندازه وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

د يادې قول اردو وياند جګړن ايمل مومند وويل چې په بريدونو کې امنيتي ځواکونو يا ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی.

د لوګر د مرکز اړوند اړوند التمور سيمې اوسېدونکی نعمت الله د ادم کوچي په له منځه تلو خوښي ښيي او وايي چې نوموړی خورا بې رحمه وسله وال و، چې په خبره يې ډېر کسان يې وژلي و.

نعمت الله وايي: «طالبانو ته خلکو او دولت ټولې لارې خلاصې کړې او زارۍ يې ورته وکړې، چې جنګ مکوئ، خلک مه وژنئ او د نورو په خوله وطن مه ورانوئ، خو دوی ونه منله. اوس يوازينۍ لاره دا ده چې دوی سخت وځپل شي او له دې لارې رام شي.»

د امنيتي سرچينو په حواله تېره اونۍ هم د امنيتي ځواکونو لخوا په مرکز او څرخ ولسواليو کې د بريدونو پر مهال پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي و.

وسله والو طالبانو د دې دواړو پېښو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه ندي ويلي.