پکتیا کې د زده کوونکو لیلیه

پکتيا کې په لومړي ځل د لېرې او ناامنه سيمو زده کوونکو ته ليليه جوړه شوه

اطلاعات روز: په لومړي ځل په پکتيا کې د محرومو او ناامنه سيمو زده کوونکو ته مجهزه ليليه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

مسوولين وايي په دې ليليه کې به د داسې سيمو زده کوونکي جذب او د ګردېز ښار په بېلابېلو ښوونځيو کې زده کړې ورکړل شي، چې سيمې يې له تعليمي اړخه وروسته پاتې او يا د ناامني له امله متاثره شوې وي.

د ليليې دا څلور پوړيزه مجهزه ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختيايي بوديجې په څه کم ۴۷ ميليونه افغانۍ په دوه کلونو کې رغېدلې ده.

د پکتيا اوسېدونکې د دې ليليې په جوړېدو خوښ دي او له مسولينو غواړي چې د ټولو مستحقو سيمو وړ زده کوونکو ته پکې په مساوي ډول ونډه ورکړي.

د پکتیا لېرې او ناامنه سیمو زده کوونکو لپاره جوړه شوې لیلیه

د زرمت اوسېدونکی عبدالاحد زرملوال وايي چې په دې او ګاونډي روحاني بابا ولسوالي کې زده کوونکي د ناامنيو له امله زده کوونکي په لازم ډول درسونه نشي تعقيبولی او ډېر وخت يې په درسونو کې نيمګړتيا راځي.

زرملوال اطلاعات روز ته وويل چې زرمت له پخوا وختونو د هېواد په کچه د پوهې په ډګر کې لوی خلک لرلي او روزلي، خو په وروستيو کې د جګړو له امله په دې سيمه کې ډېر استعدادونه ځپل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: «باور وکړئ ډېر داسې شاګردان شته چې ارامه فضا کې زده کړو ته او ښه چاپېريال ته ضرورت لري او که دلته وروزل شي، د پکتيا او ملک په کچه به تکړه خلک شي. دا ډېر ښه کار وشو او ان شاالله د تعليم په برخه کې به ښه پیشرفت ور سره وشي.»

يو تن ځدراڼ قومي مشر ګل زمان وايي چې د پکتيا په درې ځدراڼ ولسواليو کې لا هم د نورو برخو سربېره د پوهنې په برخه کې جدي کار ته اړتيا ده او په دې اړه د اړوندو ادارو د پاملرنې غوښتنه کوي.

زمان وويل: «ما ته تېر کال هغه ورځ د وياړ خبره وه چې موږ په اول وار له دولسم صنف څخه فارغان ورکړل، خو دا د شرم خبره هم وه؛ ځکه موږ بايد لسانس او ماسټر ځوانان لرلای، خو موږ ته کار ندی شوی. نن هم ډېره د خوشالي خبره ده چې زموږ ځينې شاګردان به په ګردېز کې په ښه ډول درسونه وايي.»

د پکتیا لېرې او ناامنه سیمو زده کوونکو لپاره جوړه شوې لیلیه

يو تن زده کوونکی نورالله وايي چې د ټولو، په تېره د وروسته پاتې او ناامنه ولسواليو په پرتله په ګردېز کې د زده کړو کيفيت ښه دی او د هغو سيمو زده کوونکي به دلته په ښه ډول زده کړې وکولی شي.

نورالله وويل: «دا ډېره ښه او ګټوره ده چې دلته د ولسواليو غريبو او تکړه شاګردانو ته د ښو زده کړو سهولت برابريږي. دلته به هم درس وايي او هم به په ښه ځای کې په ارامۍ سره اوسيږي.»

د پکتيا ولايتي شورا نيوکه کوي چې اړوندو دولتي او غير دولتي ادارو پکتيا کې تعليمي او تحصيلي پرمختګ ته لازم پام ندی کړی او ټينګار کوي چې په دې ولایت کې لا هم زیات کار ته اړتيا شته.

د يادې شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي چې په دې ولايت کې د ډېرو ولايتونو په پرتله د نسبي ښه امنيت په مټ بېلابېلو ادارو ته د فعاليت زمينه برابره ده او خلک په يادو برخو کې د لا زياتو اسانتياوو غوښتونکي دي.

ځاځي اطلاعات روز ته وويل: «په ټولو سيمو کې بايد انجونو ته هم جدي پام وشي؛ ځکه هغوی هم زياتې اړتياوې او ستونزې لري او بايد پام ورته وشي. اوس ټول خلک پوهيږي چې له روان خراب وضعيت څخه زموږ د خلاصون يوازينۍ لاره تعلیم او تحصيل دی.»

د پکتيا د پوهنې رياست وايي چې په دې لیليه کې به د درې ځدراڼ ولسواليو په څېر له تعليمي اړخه د وروسته پاتې او د زرمت او روحاني بابا په څېر د ناامنه ولسواليو ممتاز زده کوونکي د زده کړو لپاره جذب  شي.

د یاد رياست مشر کوچي ځاځي اطلاعات روز ته وويل چې ياده ودانۍ د تفرېح ځای او مجهزو خوړنځايونو، حمامونو او تشنابونو سربېره ۷۲ د اوسېدو خونې لري، چې په يو وخت به پکې ۲۸۴ زده کوونکي اوسيږي.

ځاځي ټينګار وکړ چې د لرې سيمو د انجونو لپاره هم د ورته اسانتيا پر رامنځته کېدو به کار وکړي او په ټوله کې هڅه دا ده چې په پکتيا کې د زده کړو د ناوړه کيفيت ښه کېدو ته کار وشي.

نوموړی وايي: «په هر اطاق کې به ۴ نفره وي، د هغو ولسواليو ممتاز زده کوونکي به دلته شامليږي چې تعليمي خدمات يې باکيفيته ندي يا يې امنيتي وضعيت خراب دی. دوی به په ببرک خان ځدراڼ او د ګردېز په نورو لېسو کې زده کړې کوي او دلته به اوسيږي.»

پکتيا کې له ۵۰ سلنه د زیاتو ښوونځيو د ودانيو د نشتون سربېره د ډېری درسي کتابونو نشتون او لا هم په ځينو سيمو کې د ښوونکو کموالی د تعليمي بهير لويې ستونزې دي.