کونړ داعش

د کونړ والي: دې ولایت کې له طالب او داعش پرته ۷ نورې ترهګرې ډلې فعالیت کوي

اطلاعات روز: د کونړ ولایتي چارواکي په دې ولایت کې له داعش او وسله والو طالبانو سربیره د څو نورو ترهګریزو ډلو د فعالیت خبر ورکوي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په دغه ولایت کورنۍ او بهرنۍ وسله والې ډلې حضور لري، چې له داعش او وسله والو طالبان سربیره په کې اووه نورې ترهګریزې ډلې د دولت ضد فعالیتونه کوي او کونړ د یو پټنځای په توګه کاروي.

سعید زیاتوي: «په کونړ کې له داعش، طالبانو او القاعده سربیره نورې ترهګریزې ډلې هم فعالې دي لکه، جیش محمد، لشکرطیبه، لشکر اسلام، جمعیت اهرار، حقاني شبکه او نورې ډلې فعالې دي.»

د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، دغه ډلې کونړ د یو پټنځای په توګه کاروي.

په همدې حال کې د کونړ امنیه محمد یوسف مظلومیار اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې بیا پاکستان په کونړ کې د افغان دولت د وسله والو مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي او وایي، چې یادې ډلې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري تقویه کیږي.

مظلومیار زیاته کړه:«کونړ کې چې کومې ډلې فعالې دي دا ټولې د پاکستان حکومت او په ځانګړي ډلو د استخباراتي ادارې له لوري ملاتړ کیږي که بهرنۍ وسله والې ډلې دي او داخلي دا ټول د پاکستان په خوښه جنګیږي.»

ولسي استازي هم په کونړ کې د یو شمیر وسله والو ډلو حضور اندیښمن کړي دي. د کونړ د ولایتي شورا غړی دین محمد وایي، یادې ډلې له هغې غاړې له ډیورڼد فرضي کرښې راوړي او دلته د افغان دولت په ضد جنګیږي.

هغه زیاتوي: «کومې ډلې چې په کونړ کې فعالې دي له پاکستان راوړي او دلته د حکومت پر ضد جګړې کوي، مختلفې ډلې او مختلف نومونه یې په ځان ایښي.»

د کونړ اوسیدونکي هم په دې ولایت کې د دولت ضد وسله والو ډلو له فعالیت په تنګ راغلي. سنګر مل پښتون د کونړ اوسیدونکی دی هغه په حکومت هم نیوکه کوي او وایي، که څه هم د دغه ډلو د فعالیت په اړه پوره مالومات لري خو د له منځه وړلو لپاره یې څه ډول چې لازمه ده اقدامات نه دي کړي.

نوموړی زیاتوي: «طالبان، لشکر طیبه، لشکر اسلام او القاعدې سربیره یو شمیر نورې ډلې هم فعالې دي چې د پاکستان له لوري جوړې شوي دي خو حکومت یې په اړه غلی دی.»

د کونړ ولایتي چارواکي داسې مهال په دې ولایت کې د ۷ وسله والو ډلو د فعالیت خبر ورکوي، چې د ځایي چارواکو په خبره د دې ولایت ډیورنډ فرضي کرښې سره په نږدې ولسوالیو کې د پاکستاني وسله والو ډلو حضور زیات شوی او وخت ناوخته د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه هم کوي.