داعش

ننګرهار کې د داعشیانو «انسان حلالوونکی» نیول شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ولایتي مسوولین وایي، د داعش ډلې یو مهم غړی چې انسانان یې حلالول نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۱۳ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د چپرهار «ګرټک» سیمه کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې قصاب (انسان حلالوونکی) نیولی دی.

هغه وایې، نیول شوي کس په تېره موده کې د دولت یو شمیر کسان په بې رحمانه ډول د مرګ تر کومي رسولي.

خوږیاڼی زیاتوي: «ملي امنیت چپرهار کې د داعش مهم غړی چې د انسانانو حلالونکی وو ژوندی نیولی. هغه ځینې کسان څه موده وړاندې وژلي وو.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.