کندهار ښار

د مرګ باران

څرنګه د عبدالباقي د کورنۍ ۱۰ غړي د کندهار ژېړۍ جنګ کې ووژل شول؟

خبریال: عبدالواحد حیدري

ژباړن: بهادرخان رحماني

عبدالباقي تازه د سهار لمونځ د کندهار ښار په یو جومات کې کړی و او لا یې د جومات له وره پخه بېرون کړې نه وه چې ټیلیفون ته یې زنګ راځي. د ده په ساده ټیلیفون د خپل خوریه احمدالله شمېره ښکاره کیږي. احمدالله په لړزانه غږ خپل ماما ته یو وړکی پیغام وررسوي: «که ولاړ یې حرکت وکړه! او که ناست یې پورته شه! حرکت وکړه! ژر راشه!»

د احمدالله او د «سولغي» کلي اوسېدونکو پرلپسې زنګونو د عبدالباقي پر ځان اور لګوو. خپله ښځه او ماشومان یې موټر ته سپاره او د ژېړۍ ولسوالۍ ته په حرکت شول. که څه هم څو دقیقې وروسته یې د خپلوانو او ګاونډیانو یو زنګ ترلاسه کړ او ورته پیغام یې ترلاسه کړ: «چېرته یې؟ ژر راشه!» خو هېڅوک نه وایي چې څه پېښ شوي او دا عبدالباقي نور هم اندېښمن او سستوي. کله چې د کندهار ښار میرویس مېنې ته رسیږي، یو کلیوال یې ورته وایي چې باید یوازې کلي ته لاړ شي او خپله ښځه او ماشومان یو نه سي.

شاوخوا یو ساعت کې د عبدالباقي نږدې ټول خپلوان او ګاونډیان ورته زنګ وهي، خو له محمد موسی او محمدقاسم څخه کوم خبر نشته. په یاد نه لري چې د کندهار- ژېړۍ لار یې څنګه ووهله او څو دقیقو کې ورسېده، خو کله چې «سولغي» کلي ته چې د ژېړۍ ولسوالۍ اړوند «پاشمول» سیمه کې دی رسیږي، ویني چې پر کور یې د مرګ باران ورېدلی: «کور مو خاورو سره یو شوی و. د کلي خلکو هڅه کوله چې د کورنۍ غړي مې له خاورو راوباسي.»

خلکو یو څو دقیقې وروسته د عبدالباقي د کورنۍ یو غړی له خاورو راباسي. د نوموړي د مشر ورور محمد موسی بې روحه جسد، ورپسې یې بل ورور محمد قاسم او بیا یې د ښځو او زامنو او لورګانو بې روحه جسدونه یو بل پسې راوباسي. عبدالباقي نه شي کولی چې د خپل مشر ورور محمد موسی د تللي رنګ مخ وګوري. د حسینې پر خاورو لړلی جسد او د وصیلې معصومه خو بې روحه څېره له عبدالباقي د ولاړېدو شیمه اخلي. لا د کلي خلکو د عبدالباقي د کورنۍ د ټولو غړیو جسدونه کښلي نه و، چې عبدالباقي بې هوښه کیږي او بله ورځ چې کله په هوښ کیږي، خپل ځان د کندهار ښار حوزوي روغتون پر تخت ویني: «هېڅ مې هم نه شو کولی.»

عبدالباقي د خپلې کورنۍ لس غړي د بمبار له امله له لاسه ورکړي.

کله چې عبدالباقي د کورنۍ غړیو په لیدو بې هوښه کیږي، د «سولغې» کلي خلکو د نوموړي د کورنۍ لس غړي چې د افغانستان پوځ هوایي بمبار کې وژل شوي و، د نوموړي په غیاب کې خاورو ته سپاري. کله چې عبدالباقي په هوښ راځي نېغ په نېغه کلي ته ځي او هلته د خپلې کورنۍ غړو د فاتحې مراسمو کې ګډون کوي.

د عبدالباقي د کورنۍ لس غړي څرنګه ووژل شول؟

۴۷ کلن عبدالباقي خپل ځان د کندهار پرس کلپ (Press Club) پر کوچ ځان سم کړ او د خپلې کورنۍ د ۱۰ غړو د وژل کېدو کیسه یې پیل کړه. شاوخوا درې میاشتې وړاندې پر هلمند ولایت د طالب جنګیالیو برید د دولتي ځواکونو له خوا پر شا وتمبول شو، د کندهار پر ځینو ولسوالیو له هغې ډلې پر ارغنداب، ژیړۍ، پنجوایي او میوند یې خپلې پراخې حملې پیل کړې چې پایله کې یې د دې ولسوالیو ځینې برخې د طالبانو ډلې لاس ته ورغلې.

د پوځ کمانډو او د کندهار پولیسو د دې سیمو بېرته نیونې لپاره عملیات پیل کړل. له دواړو خواوو په دې ولسوالیو کې جګړه کور په کور روانه شوه. وروستیو جنګونو د دې سیمې لپاره میلیاردونه تاوان واړوه، خو د دې جګړو ځاني تاوانونه چې له بې ځایه شویو اورېدل کیږي، وحشتناکې دي. د عبدالباقي د کورنۍ کیسه ښایي د ځاني تاوانونو یوه وړه برخه وي.

عبدالباقي را ته وویلې، کله چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې طالب جنګالیو د دوی پر سیمو بریدونه وکړل، پولیس او ملي امنیت ځواکونو طالب جنګالیو سره له کومې جګړې پرته، سیمه پرېښوده. د طالبانو جنګیالي د «پاشمول» سیمې او د «سولغې» کلي په نیولو سره په جوماتونو کې ځای پر ځای شول. عبدالباقي وویل، د پوځ چورلکو هغه جوماتونه چې په کې طالبان ځای پر ځای شوي ول، بمبار کړل او د  دې ډلې ډېر شمېر جنګیالي په کې ووژل شول. طالبان له دې بمباریو وروسته بل لار نیسي؛ د خلکو کورونو په ځانګړي ډول تشو کورونو کې ځای پر ځای کیږي او له هغې د دولتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې مورچل په توګه ګټه اخلي. له بده مرغه، د عبدالباقي او د ورونو د کور ترڅنګ یې یو خالي کور و چې د طالبانو په مورچل بدل شوی و.

په تربیت سره میرویس، جابراحمد، صفورا او ظاهر چې د خپلې ټولې کورنۍ له وژل کېدو وروسته یې د خپل تره کورنۍ سره ژوند کوي.

نږدې درې میاشتې وړاندې، د جنګ په هماغه لومړیو کې یوه شپه د دولتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړه نښلي. طالبان د عبدالباقي کور له نږدیو پر دولتي ځواکونو بریدونه کوي. د پوځ الوتکو د طالبانو پر مورچلو څو بمونه وغورځول: «کله چې بې پېلوټه الوتکې غوښتل د طالبانو پوسته چې زموږ کور تر غاړې وه، بمبار کړي، خطا وځي او زموږ پر کور لګیږي.»

دا بم د دوو ورونو، د ورونو مېرمنو او شپږو ورېرونو او ورېرو په ګډون د عبدالباقي د کورنۍ لس غړي وژني. د ده د ورور ۵۰ کلن محمد موسی په خونه کې له نوموړي سره د ده ښځه ماه ګل او درې زامن یې هر یو ۱۴ کلن نادر، ۱۰ کلن داوود او ۵ کلنه حسینه ووژل شول او په بله خونه کې د ۴۵ کلن محمدقاسم د خپلې ښځې زرغونې او درې ماشومانو هر یو ۸ کلنه فاطمه، ۶ کلنه وصیله او ۲ کلن خالد احمد ووژل شول.

په هغې شپه، د محمدموسی ۱۲ کلن زوی میرویس او پنځه کلنه صفورا او محمدقاسم هم په همدې کور کې ول، خو ژوندی پاتې شول. کندهار کې زه وتوانېدم چې یوازې عبدالباقي سره له نږدې خبرې وکړم خو له میرویس سره مې ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړه. میرویس مې د ټیلیفیون پر کرښه پوښتنې ځوابولی: «کله چې بمبار شو، نیمایي کور راپرېووت او پلار مې چې دروازې ته نږدې وه، شهید شو. زه او ورونه مې د خونې بلې خوا بیده و. دوه ورونه او یوه خور مې شهیدان شول او زه ژوندی پاتې شوم. خاورو لاندې بند پاتې وم احساس مې کاوه چې پښې مې وچې شوې. ټول خاورو لاندې شوي و.»

د محمدموسی انځور؛ یوازینی انځور چې عبدالباقي یې د خپلې کورنۍ له لسو قرباني غړو لاس کې لري.

میرویس وایي چې د شپې شاوخوا یوه بجه یې کور بمبار شو. هغه د کور پرېوتو څو دقیقې وروسته راویښیږي او بیا بې هوښه کیږي. لمر راختلو سره چې د کلي اوسېدونکي د پېښې ځای ته راغلي او له خاورو لاندې جسدونو وباسي، پام کیږي یې چې د میرویس او صفورا زړونه لا هم نه دي درېدلي. میرویس را ته وویل، د هغې شپې په سبا د سیمې کلینیک کې په هوښ راغی.

عبدالباقي او وړوکی ورور یې غلام فاروق چې په هغې شپه خپلو ماشومانو سره کندهار ښار ته د درملنې لپاره تللي ول، پر کور یې له بمباره ژوندي پاتې شول. په هغې شپه د محمدقاسم زوی ۷ کلن جابر احمد او د محمدموسی ۲ کلن زوی هم له عبدالباقي سره کندهار ښار ته راغلي ول او ژوندي پاتې شول. د عبدالباقي پلار هم څو کال وړاندې په ژېړۍ ولسوالۍ کې وژل شوی دی او مور یې هم په همدې شپه خپلې لور کره کندهار ته تللې وه چې ژوندۍ پاتې شوه.

په دې شپې د عبدالباقي کور په څېر ځینې نور کورونه هم بمبار شول چې کیسه یې ورته ده. عبدالباقي وویل: «ډېر خلک شهیدان شول یوازې زموږ کورنۍ شهیده نه شوه. زموږ له خپلوانو ډېر یې شهید شول. کوم یو یې درته ووایم. زموږ له خپلوانو د حاجي شېرمحمد په نوم یوې چاودنه کې ووژل شو.»

د عبدالباقي خوریه محمد ابراهیم امیري چې بل کلي کې ژوند کوي د خپلو سترګو لیدلی حال یې را ته وویلې: «پر هغې شپه زه هلته نه وم، ځکه چې کور مو ترې لېرې دی. په سبا یې خلکو ویلې په هغې شپه چې دولتي ځواکونه د پاکولو عملیات پیلوي، طالبان د خلکو له کورونو د هغوی پر خوا ډزې کوي چې الوتکه راځي او څو کورونه بمباروي. په هغې شپه شاوخوا ۵۰ کسان ووژل شول.»

میرویس او صفورا تر خاور لاندې ژوندي پاتې دي. د صفورا چې کله پلار او مور په یادیږي، ژاړي.

د طالب ماینونو او دولت بمونو قرباني

بې ځایه شوي شکایت کوي چې جګړه کې له دواړو خواوو زیانمن شوي دي. د هغوی په وینا، له یو خوا کله چې طالبان د سیمې کنټرول ترلاسه کوي، د خلکو کورونه مورچلې ګرځوي او له هغې ځایه دولت سره جنګیږي. تړلې لارې په ماینونو پوښي، پر لارو کې خندقونه او سوري رامنځته کوي.

د قضیې بل اړخ کې، بې ځایه شوي د دولت له هوایي بمباریو او هاوان مرمیو شکایت لري. د عبدالباقي ګاونډیانو ښځې او ماشومان د دولت په یو هاوان مرمۍ لګېدو کې ووژل شول.  هغه وویل: «زموږ ګاونډیان څلور ورونه ول. سهار کله چې د کښت او بزګرۍ لپاره له کور وځي، ښځې او ماشومان یې له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې راټولېږي چې سهارنۍ وخوري. د حکومت یوه هاوان مرمۍ یې ترمنځ لګیږي او د څلورو ورونو ټولې ښځې او ماشومان یې ووژل.»

له ده مې وپوښتل چې څنګه پوهیږي چې دا د دولت یا طالب توغندي دي. ځواب ډېر ساده و. ویل یې چې طالب کلي کې ځای پر ځای کیږي او دولت له کلي بېرون. کله چې هاوان له کلي بېرون راځي د حکومت هاوان دی او که له کلي وتوغول شي، د طالب دی. د بې ځایه شویو په وینا، د طالب ماینونو او د دولت بمونو نږدې ټول کلیوال د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل. عبدالباقي وایي، د «سولغې» کلي کې ۳۳ کورنیو ژوند کاوه چې دمګړۍ «ښایي یوه یا دوه کورنۍ چې د وتلو توان نه لري، پاتي او نور ټول وتښتېدل.»

د کندهار پولیسو قوماندانۍ د امنیت امر فریداحمد مشعل دا ډول پېښې نه ردوي او وایي چې تېروتنې کیږي. ښاغلی مشعل وایي، د دې پېښو لاملین طالبان دي؛ ځکه چې طالبان جنګ پیل او د ملکي وګړو کور کې مورچلې جوړوي.

د افغانستان دفاع وزرات هم د ملکي وګړو وژنه نه مني. د حکومت له نظره که کله هم ملکیان په تېروتنې تر برید لاندې راځي، اصلي عاملین یې طالبان دي. د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ملکي وګړو خوندیتوب د دې وزارت په لومړیتو کې دي. دغه وزارت وایي، د افغان امنیتي ځواکونو هوایي بریدونه په دقت سره ترسره کیږي.

خو یوې څېړنه کې چې د تېر کال ډیسمبر میاشت کې د امریکا براون پوهنتون د واټسون نړیوالو مطالعاتو انسټېټیوټ له خوا خپره شوې راغلي، چې د ۲۰۲۰ز کال لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۸۰ ملکي وګړي د افغانستان هوایي ځواک بریدونو کې وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپي شوي دي.

د عبدالباقي او د ورور یې غلام فاروق کورنۍ د محمدموسی او محمدقاسم څلور ماشومانو سره د خپلې خور کور یوې کوټه کې اوسیږي.

عبدالباقي په «سولغي» کلي کې د خپلې کورنۍ د لسو غړو د فاتحې له مراسمو وروسته، میرویس او صفورا را اخلي او کندهار ښار ته راځي. کندهار کې د خپلې خور دوه خونې لرونکي کور کې ځای پر ځای کیږي؛ یوې خونه کې د عبدالباقي کورنۍ، ورونه او ورېرونه ژوند کوي او بله کوټه کې د خور کوچنۍ کورنۍ یې.

عبدالباقي په ۵۰ زره پاکستاني کلدارو سره چې سږ کال یې د انګور له حاصلاتو لاس ته راوړې وې، د پرچون پلورنې یوه کوچنۍ هټۍ پرانیستې: «پاپړ او پفک خرڅوم.» وړوکی ورور یې غلام فاروق د میاشتې په ۶ زره پاکستانیو کلدارو د غواګانو په څړځای کې کار کوي. میرویس له ښوونځي وروسته په نانوای کې د ورځې په څلور ډوډیو کار کوي. عبدالباقي په ستړې او غمجنه څېره وویل: «ځینې وخت یوه ډوډۍ پیدا او ځینې وخت نه پیدا کیږي.»