پر کونړ توغندیز یا راکیټي بریدونه

پر کونړ د پاکستان لسګونه توغندیزو بریدونه مالي زیانونه اړولي

اطلاعات روز: د کونړ ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت په «شلتن» ولسوالۍ یو ځل بیا د پاکستاني نظامیانو له خوا راکټي بریدونه شوي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د پاکستاني نظامیانو له خوا له وړمې شپې راهیسې د شلتن ولسوالۍ په «سونو» کلي او «المازو ډوپ» سیمې باندې پنځوس توپونه راتوغول شوي، چې خلکو ته په کې مالي زیانونه اووښتي دي.

سعید زیاتوي: «له تیرې شپې راهیسې پاکستاني عسکرو په شلتن ولسوالۍ راکیټي بریدونه کړي چې مالي او ځاني زیان یې هم اړولی.»

هغه دغه بریدونه د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو خلاف کړنه بولي او د سملاسي بندېدو غوښتنه یې کوي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا یې له نړیوالو اصول سرغړونه بللې ده. اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي کرزي د پاکستان دغه توغندیز بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی او له پاکستان یې غوښتي چې د دا ډول حساسیت پاروونکو کړنو لاس واخلي او افغانستان سره دې د ورورولۍ، سوله ییزې او متمدینې لارې د اړیکو برابرولو هڅې وکړي.