تاشکند

د مزارشریف-کابل-پېښور اوسپنې پټلۍ لار جوړولو پروژه لاسلیک شوه

اطلاعات روز: د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د ازبکستان، افغانستان او پاکستان استازو ترمنځ د مزارشریف-کابل-پېښور اوسپنې پټلۍ پروژې پلي کولو لارې نقشه لاسلیک شوه.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان استازو دغه پروژه پرون (سه شنبه، ۱۴ د سلواغې) لاسلیک کړه.

خبرپاڼه زیاتوي د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر عمومي رییس محمد شاکر کارګر ازبکستان هېواد ته د رسمي سفر څنډه کې د دې هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ علمي او فرهنګي سلاکار عبدالجبار عبدالواحدوف سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو کلتوري، اقتصادي، روغتیایي او د دواړو هېوادونو نورو برخو کې پر پراختیا خبرې اترې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، محمد شاکر کارګر ویلي: «محمد شاکر کارګر د مزارشریف-کابل-پېښور د اوسپنې پټلۍ پروژې پلي کولو لارجوړونه یې د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ ارتباطي پل یاد کړ او هیله یې وښوده چې دغه پروژه ژر پلې شي.»

د ازبکستان ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار عبدالجبار عبدالواحدوف ګاونډویانو سره د ازبکستان د نیک نیتۍ سیاست ته په اشارې وویل، چې د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو د سیاسي ارادې پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېلو برخو کې اړیکې لوړې کچې ته رسېدلې دي.

دغه راز په دې لیدنه کې د دې هېواد یاد سلاکار په ازبکستان کې د زده کړیالانو ستونزو ته د رسېدو ژمنه وکړه.