ننګرهار

جلال اباد ښار کې ناپېژنده وسله والو یو تن وژلی

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ناپيژنده وسله والو یو تن وژلی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او وایي، نن (چهارشنبه، ۱۵ د سلواغې) سهار اته بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د چپرهار زړې هډې سیمه کې ناپيژنده وسله والو یو تن وژلی.

د نوموړي په وینا، وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو هڅې پيل کړي دي. فریدخان زیاتوي: «نن سهار دغه پېښه په څلورمه ناحیې اړوند چپرهار هډه کې شوې د وژل شوي کس هویت مالوم نه دی او عاملین هم له سیمې تښتیدلي دي.»

خو د ننګرهار سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایي، دغه روغتون ته یو جسد ور وړل شوی چې حفیظ نومیږي او د ننګرهار محکمې کارکوونکی دی.

تیره ورځ هم د جلال اباد ښار په انګور باغ سیمه کې د ملي امنیت یو کارمند ناپیژنده وسله والو وژلی و. په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو، بمي چاودنو او نور جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي دي.