د کمال خان بند چارې بشپړې او د اوبو ذخیره کول یې پیل شوي

اطلاعات روز: د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند چارې بشپړې او د اوبو ټولول یې روان دي.

د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن (چهارشنبه، ۱۵ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویلې، چې د هېواد دا ستره ملي پروژه بشپړه او نږدې راتلونکې یا روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلی خپلواک وایي، کمال خان بند د ۵۲ میلیون متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې ۱۸۴ زره کرنیزه ځمکه خړوبولی شي. د اوبو چارو تنظیم ملي اداره دغه راز وایي، دا بند د ۹ میګاواټه برښنا تولید وړتیا هم لري.

له بلې خوا د یادې یادې مشر خان محمد تکل په خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د دې بند چارو پر بشپړېدو خوښ دی. ښاغلي تکل د ولسمشر له قوله لیکلي: « نن ډېر خوښ یم، نن مې د کمال خان بند مستې څپې ولېدې؛ د افغانستان ۷۰۰ کلنه د زړه هیله پوره شوه”.»