ننګرهار شېرزاد

شېرزادو ولسوالي کې پر یو کور هاوان لګېدو پېښه کې یوه ښځه وژل شوی ګڼ نور ټپيان دي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې مېرمن په ګډون له ګڼو نورو غړو قرباني اخیستې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۱۶ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د وسله والو طالبانو له لوري د شیرزادو ولسوالۍ په «طوطو» سیمه کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پیښه کې یوه میرمن وژل شوې او د څلورو ماشومانو په ګډون ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي: «په شیرزادو ولسوالۍ کې د هوان مرمۍ چې د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې وه، د ولسي خلکو په کور لګیدلې چې یوه میرمن وژل شوې او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.