ټکر

ننګرهار کې ټرافیکي پېښې له ۵ تنو ژوند واخیست

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې یوې ټرافیکې پېښې له پنځو تنو ژوند واخیست.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، غرمه شاوخوا دولس بجې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ «قلعه اخوند» سيمه کې د يوې ريکشې او هينو موټر ترمنځ ټکر شوی چې له امله يې په شترینګي ريکشا کې ناست پنځه کسان مړه شوي دي.

ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه، په مړو شويو کسانو کې يو ماشوم او يوه ښځه هم شامله ده. خوږیاڼي وویل: «نن غرمه کامې ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي چې په کې یوه میرمن او یو ماشوم هم شامل دی.»

عيني شاهدان وايي، پېښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.