کابل چاودنې

د کابل چاودنې؛ د کمېدو او ودرېدو شونتیا څومره ده؟

خبریال: عصمت الله سروش

ژباړن: بهادرخان رحماني

له څو میاشتو را په دېخوا کابل د چاودنو او هدفي وژنو د یوې نوې څپې شاهد دی. ځینې ورځې تر څلورو چاودنو په دې ښار کې رامنځته کیږي چې ټول په موټرو پسې تړلي یا چسپکي ماینونه دي. ځینې وختونه دا ماینونه په ښاري ټکسیو کې ځای پر ځای کیږي چې قربانیان یې عادي وګړي دي. د څو میاشتو په تېرېدو چاودنې کمې شوې نه دي او امنیتي کارپوهان وایي، اوسمهال د دې چاودنو او هدفي وژنو د کمېدو هیله نشته، ځکه چې دا ډول بریدونه پر دولت د فشار راوستو یوه نوې لاره ده او دغه راز بېلابېلې ډلې یې د بېلابېلو موخو لپاره دا لار کاروي.

مقناطیسي او چسپکي ماینونه نن سبا د کابل اوسېدونکو لپاره د خبرونو او خبرو اترو یو عادي عبارت ګرځېدلی دی. د کابلیانو ډېری اونۍ د ماینونو له غږونو سره پیلیږي او ټول په دې اندېښنه کې دي چې پر لار د دې ماینونو ښکار نه شي. د امنیتي مسایلو کارپوه جاوېد کوهستاني په وینا، پر ښار د چسپکي ماینونو د ډار له امله، د کارمندانو یا هغوی چې ښایي هدف وي، ښار ته را وتل یې کم شوي او دا کسان هڅه کوي چې له ډېرې اړتیا پرته له کوره و نه وځي.

په اوسنیو حالاتو کې ایا د دې ډول چاودنو او هدفي وژنو د کمېدو امکان شته؟ د کابل چاودنو د کمېدو یا ودرېدو حللار څه ده؟ ایا امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول پولیس د دې ډول بریدونو د مهارولو هوډ او لازم توان لري؟ په دې راپور کې د دې سوالونو ځواب له نظامي کارپوهانو پوښتل شوی او دغه راز د دې بریدونو او هدفي وژنو مخنیوي لپاره د کورنیو چارو وزارت د برنامو پوښتنه هم شوې ده.   

ولې چسپکې ماینونه؟

د نظامي چارو پوهان وایي، طالبانو ډلې سره د امریکا له هوکړې وروسته، په ځانګړي ډول هغه مهال چې طالبانو سره د افغانستان دولت د سولې خبرې سمې مخته لا نه ړې، دغې ډلې چسپکي ماینونه پر دولت د فشار په توګه د یو نوي تاکتیک په توګه پیل کړل. خو د دې کارپوهانو له ډلې ځینې یې دا ډول بریدونه او چاودنې شکمنې یادوي چې ښایي دا د حکومت او یا په حکومت کې د دننه خلکو کار وي. دغه راز د هغوی په وینا، ښایي د دې چاودنو او هدفي وژنو ځینې یې د هغو خلکو کار وي چې د خپلو رقیبانو یا سیالانو له منځه وړلو پسې دي.

د شنبې ورځ، د سلواغې ۱۸مه کابل کې دوو چاودنو یو پولیس وواژه او شپږ ملکیان ټپيان شول/انځور له ټولنیزو شبکو

د نظامي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، کابل کې دا ډول چاودنې او هدفي وژنې پر دولت د فشار لپاره د دولت د وسله والو مخالفینو کار دی څو خلک له دولته لېرې کړي. ښاغلی امرخېل زیاتوي چې اوس دا ډول بریدونو دولت دننه یوه ناارامي رامنځته کړې ده. هغه دغه راز وایي، دا ټول بریدونه د طالبانو یا د وسله والو مخالفینو کار نه دی، بلکې نفوذي کسان او یا ځینې د پیسو مقابل کې دا ډول بریدونه کوي.

د امنیتي چارو یو بل کارپوه جاوېد کوهستاني وایي، ځینو برخو کې شکونه او پوښتنې شته چې ښایي دا کار په خپله د دولت وي، له هغې ډلې د مرکزي بانک سلاکار یما سیاوش وژنه د حکومت او یا د حکومت دننه کسانو له خوا شوې وي. ښاغلی کوهستاني زیاتوي چې د دې ډول چاودنو دوام، ځینو ته د خپلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو سیالانو وژنې لپاره فرصت او فضا برابره کړې ده؛ ځکه د چسپکي ماینونو کارونه ساده او کم لګښته ده. د هغه په وینا، د دې ډول ماینونو ځای پر ځای کول هم ساده دي او ځینې وخت عادي خلک د دا ډول وژنو لپاره ټاکل کیږي: «چسپکي ماینونه ډېر ساده دي او برابرول یې هم اسانه او کم لګښته دي. کولی شي چې چاودنیز توکي له تور بازاره ترلاسه کړي. د ګمارل شویو کسانو له خوا دا ډول ماینونه په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې پر موټرو پسې نښلول کېدی شي.»

د هرات ولایت د پولیسو پخوانی قوماندان امین الله امرخېل په دې باور دی چې طالبانو سره د امریکا د سولې له هوکړې وروسته په افغانستان کې د دې ډلې او نورو ترهګریزو شبکو برنامې بدلون کړی دی، ځکه هغوی ژمنه کړې چې پر ښارونو او ولسوالیو لویې بریدونه نه کوي، له همدې امله یې د هدفي وژنو تاکتیک په لاس کې ونیوه، څو له دې لارې وېره او وحشت رامنځته او خلک د نظام پر وړاندې وخوځوي. د هغه په وینا، وسله وال مخالفین د چاودنو او هدفي وژنو په دوام سره خپل دې هدف ته نږدې شوې دي. دا جنرال چې د څو ولایتونو د پولیسو قوماندانۍ خپله کارنامه کې لري وایي، چې یوازې ترهګرې شبکې له دې چاودنو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کار نه اخلي، بلکې جرمي شبکې او د شخصي دښمنیو لرونکي هم له دې ماینونو کار اخلي.

یو بل نظامي کارپوه اسدالله ندیم وایي، چاودنې او هدفي وژنې سیاسي موخې لري او دې چاودنو کې یوازې طالبان شامل نه دي، بلکې نورې خواوې هم ورګډې دي. طالبان له دې چاودنو سره غواړي چې دولت د خلکو او نړیوالو په نظر کې کمزوری او ناکاره وښیي. حکومت کې دننه خلک جرمي شبکې د دې چاودنو لپاره په کرایه نیسي، څو له هغې وروسته طالبان په جنایت تورن کړي. د هغه په وینا، له هرې پېښې وروسته، حکومتي لوړپوړي چارواکي سمدستي طالبان تورنوي، له دې پرته چې سند وړاندې کړي، دا په خپله د پوښتنې وړ ده.

کورنیو چارو وزارت د کابل چاودنو په اړه وایي، پولیسو تېرو میاشتو کې سلګونه تنه نیولی دي چې د دوی په منځ کې «داعشي طالبان»، د حقاني او القاعده شبکې غړي دي او دا ډلې غواړي چې هېواد کې د تاوتریخوالي څپه زیاته کړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې دا ډلې په پراخ انځور کې طالبان دي او په تیت شوي بڼه او د وړو ګروپونو په شکل فعالیت کوي: «دوی په ځنځیري بڼه نه دي چې وکولی شو اصلي پناه ځای یې پیدا کړو. تیت دي او په وړو ډلو وېشل شوي دي. له هغې سره مو هم د دې ډلو لسګونه ګروپونه مو نیولي دي.»

د کمېدو او ودرېدو شونتیا

د کابل چاودنې او هدفي وژنې له څو میاشتو راهیسې پرلپسې دوام لري. نظامي کارپوهان په دې باور دي چې اوسمهال د دې بریدونو تر شا لویو موخو ته په کتو، د کمېدو یا ودرېدو شونتیا نشته.

جاوېد کوهستانی وایي، اوس وخت کې د دې ډول چاودنو او موخیزو وژنو د کمېدو یا ودرېدو امکان نه ښکاري. او خلک دې هم له دولته د دې ډول بریدونو مخنیوي هیله نه لري، ځکه دولت د دې کار وړتیا نه لري. ښاغلی کوهستانی زیاتوي، چې غوره دا ده څو خلک په خپله د خپل امنیت ته پام وکړي، ځکه بله لار پاتې نه ده: «تر هغې چې د دولت تګلاره بدله او ځواب ویونکی نه شي، دا ډول بریدونه به کم نه شي.» امین الله امرخېل هم وایي، چې اوسمهال د دې ډول بریدونو کمېدنه لېرې ده. ښاغلی امرخېل زیاتوي چې حکومت په ټوله کې د هدفي وژنو مهارولو او په هېواد کې د روانې جګړې مدیریت او مهارولو کې ناکام دی او په دې برخه کې یې خپله وړتیا له لاسه ورکړې ده.

کابل ښار ځینې وخت د څلورو چاودنو شاهد هم و./انځور له ټولنیزو شبکو

خو اسدالله ندیم وایي، چې چاودنې او هدفي وژنې خپل اوج ته نږدې کیږي او ښکېلې خواوې اړ دي سوله وکړي: «هېڅ امکان نه لري چې خبرې پیل نه شي او پایله ور نه کړي.»

کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل په زیانمنو ځایونو کې یې امنیتي پرسونل زیات او د کابل چاودنو کې لاسلرونکي ډیری وګړي او ډلې یې نیولې دي. طارق ارین وایي، د دې ترڅنګ چې د ځینو وژونکو عاملین نیول شوي، له ځینو وژنو مخنیوی هم شوی دی، خو د ترورېزم اړخ کې دا ګامونه دې وزارت ته د منلو نه دي: «موږ پر تاکتیکي او ستراتیژي برنامو امنیتي بحثونه لرل او هیله لرو چې وکولی شو د خلکو خوښې سره هم حالت باندې حاکمه شو.»

حللار څه ده؟

ځینې امنیتي کارپوهان د کابل چاودنو د حل یوه لار د لوړپوړو امنیتي چارواکو ګوښه کېدل ویني او ځینې وایي، چې اوس د حل لار نشته، ځکه دا موضوع له هغې پېچلې ده، چې په اسانۍ دې ورته سمه او منطقي حل لار وړاندې شي. هغه وړاندیز چې کارپوهان یې وړاندې کوي دا ده چې استخباراتي او کشفي مبارزه کولی شي چې د دې چاودنو کمښت لامل شي.

جاوېد کوهستاني وایي، چې د هدفي وژنو او د چسپکي ماینونو مخنیوی یوه جدي ننګونه ده او د هغې مهارول دولت لپاره سخت کار دی: «لومړی دا چې تشکیلات کم دی. په امنیتي حوزه کې د هغو مامورینو شمېر چې ترورېزم او سازماني جرمونو سره مبارزې برخه کې کار کوي، ډېر محدود دی. د امنیتي حوزو جوړښت ته په کتو د ښار نفوس، نامسوله وسله وال له بېلابېلو هویتونو او ناپلان شویو سیمو سره، لیدل کیږي، د دې ډول بریدونو مخنیوی ډېره ستونزمنه ده. د جنایي او کشفي مامورینو شمېر ډېر کم دی، برعکس د یونېفورم لرونکو پولیسو شمېر ډېر دی چې د هغوی کړنې هم کارنده نه دي. باید اصلي مبارزه هغوی وکړي چې مسلکي دي او د سازماني جرمونو له جوړښته خبر دي. په تخنیکي ډول دې ځینې ګامونه لاس کې ونیسي.»

که څه هم ښاغلی کوهستاني وایي، چې اوسمهال د دې بریدونو مهارولو لپاره کومه معقوله لار وړاندې کولی نه شي، خو زیاتوي تر هغې چې امنیتي بنسټونو کې پراخ بدلونونو را نه شي او دا بنسټونه د سلیقه وي او قومي چلندونو را و نه وځي، د دا ډول بریدونو مهارول سخت دي: «احساساتي چلند سره دې ستونزې ته رسېدنه نه شي کېدی. له یو پراخ لید او امنیتي بنسټونو کې له سمونو پرته دا کار نه ممکنیږي.»

اسدالله ندیم وایي، چې لوړپوړي امنیتي مسوولین «بې کفایته» دي او د دې لپاره چې د کابل چاودنې مهار شي، باید دا مسوولین ژر تر ژره لېرې شي: «امنیتي بنسټونو کې دې ځینې ګوښه شي. هغوی مسلکي زده کړې او د امنیت برخه کې ستراتیژیک لید نه لري. دغه راز دا چارواکي د دې بریدونو کمولو یا ودرولو اراده نه لري.»

امین الله امرخېل وایي، چې پولیس ډیری وخت په ښارونو کې یونیفورم سره حاضر وي او د پولیسو دا ډول تګلاره ترورېزم سره د مبارزې، سازماني جرمونو او هدفي وژنو برخه کې بې اغېزې او ناکامه ده. د هغه په وینا، جرمونو سره مبارزه باید پر علم ولاړه وي او عملي ګامونه او د نننۍ عصري ټکنالوژۍ په ګټنې کولی شي په دې مبارزه کې مرسته وکړي: «پولیس له کلاشینکوف سره په فزیکي شتون، هاموې او رنجر په سیمه کې نه شي کولی چې له هدفي وژنو او چسپکي او یا نورو ماینونو او له سازماني جرایمو مخنیوی وکړي. باید له دې پدیدې سره مبارزې لپاره، کشفي او استخباراتي ارګانونه مجهز او پیاوړي شي او له کشفي او استخباراتي ارګانونو سره همغږي وي. خو پولیس یوازې فزیکي شتون سره له کشفي مالوماتو پرته او له ملي امنیت او کشفي ارګانونو سره له همغږۍ پرته نه شي کولی چې په یوازې دا بریدونه مهار کړي.»

کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پر امنیتي زیانونو امنیتي مطالعات ترسره شوي او دا وزارت د استخباراتي او عملیاتي برنامو د پلي کولو حال کې دی.