بې ځایه شوي

د ننګرهار په ۳ ولسوالیو کې جګړې ۴ زره کورنۍ بې سرپنا کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، د دې ولایت له خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو څخه تر دې دمه څلور زره او ۲۰ کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

د ننګرهار د کډوالو رییس نجیب الله قیومي نن (سه شنبه، ۲۱ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا بې ځایه شوې کورنۍ په سره رود ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې مېشتې دي.

د ښاغلي قیومي په خبره له یاد شمېر کورنیو یې د ۱۷۰۰ کورنيو سروې شوې او تر دې دمه له ۱۱۳۵ کورنيو سره مرستې شوي دي. د هغه په خبره چې پاتې نورو کورنیو ته به هم ژر مرستې ورسول شي.

قیومي زیاته کړه: « د ننګرهار په درییو ولسوالیو حصارک، خوږیاڼو او شیرزادو کې د جګړو له امله دمه څلور زره، شل کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي.»

بل لورته بې ځایه شوې کورنۍ بیا د خپلو ماشومانو زده کړو ته هم اندېښمن دي. دوی وایي له خپلو سیمو کډه شول او اوس یې ماشومانو ښوونځی نه لري او وېره لري چې همداسې له زده کړو محروم نه شي.

خو د ننګرهار د پوهنې رییس حسيب الله شينواري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ډاډ ورکوي چې د بې ځايه شويو کورنو ماشومانو ته د زده کړو په برخه کې به زمینه سازي کوي.

شینواري زیاته کړه: «مونږ هڅه کې یو چې ټولو کډوالو او داخلي بیځایه شویو خلکو ته د زده کړو زمینه برابره کړو او دلته یې په ښوونځیو کې جذب کړو تر څو چې خپلو سیمو ته ستنیږي.»

په ورته مهال د مرستندويه ادارو مسوولان هم په هره برخه کې له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو د چمتووالي ډاډ ورکوي. دوی وایي ټولو بې ځايه شويو کورنيو ته به په شفاف ډول مرستې ورسوي.